د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني:د کندز د مسافرو وژنه قطاع الطریقي ده


طالبانو د بغلان - کندز په لاره د مسافرو برمته کیدل تائید کړي او ویلي دي چې دوی له دغو برمته شوو مسافرو څخه شپږ تنه وژلي دي.
طالبانو د بغلان - کندز په لاره د مسافرو برمته کیدل تائید کړي او ویلي دي چې دوی له دغو برمته شوو مسافرو څخه شپږ تنه وژلي دي.

په داسې حال کې چې ولسمشر د بغلان - کندز په لویه لاره د طالبانو له خوا د مسافرو برمته کول او وژل قطاع الطریقي بللې، خو بل لورته لا هم اته مسافر له طالبانو سره په بند کې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د بغلان - کندز په لویه لاره د طالبانو له خوا د درېیو موټرو د سپرلۍ د اسیرولو او وژنې عمل قطاع الطریقي بللې او ویلي یې دي چې عاملین به یې مجازات کړي.

ولسمشر غني نن د ارګ په ماڼۍ کې د کابینې په غونډه کې ویلي، چې طالبان اصلا د اسلام له دین نه بې خبره دي او قطاع الطریقي په دین کې نارواء ده.

ولسمشر غني ویلي "ددې عمل ترسره کول په حقیقت کې قطاع الطریقي ده، طالبان چې چې ځانونه د دین عالمان ګڼي پدې کار سره وښوده، چې د اسلام د دین له اساساتو مطلقا بې خبره دي، څوک چې قطاع الطریقي کوي زمونږ په دین، قانون او عرف کې د سختې سزا مستحق دي، دوی تښتېدلی نه شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورسیږي".

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې لا هم طالبانو د یرغمل شوو مسافرو اته تنه له ځان سره ساتلي دي، د سپین د ۸۰۸ د پولیسو د زون قومندان جنرال شیر عزیز کامه وال امریکا غږ ته وویل چې وسله والو مخالفانو دا برمته کړي مسافر د کندز د چهاردري په ولسوالۍ کې خپل کمیسیون ته لېږدولي دي، خو افغان امنیتي ځواکونو د برمته شوو د خلاصون هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلي کامه وال وویل چې د دوی د هڅو په لړ کې تېر ماښام لس تنه د برمته کوونکو له منګولو راخوشې شوي دي.

هغه وویل په لسو وژل شوو کې د کندز د چهاردرې د ولسوالۍ د یوه سیمیزه پولیس په ګډون څو تنه د ملي اردو برحاله او ترخیص شوي عسکر هم شامل دي.

دا ډول له ارګ نه چې کومه اعلامیه رسنیو ته لېږل شوې، ویل شوي چې طالبانو د بهرنیو ترهګرو په ملتیا پرون په کندز کې دا پېښه کړې او تر هغې وړاندې یې په هرات، پکتیا، ننګرهار، غزني، کابل او نورو سیمو کې د خلکو له وژنې لاس ندی اخېستی.

ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د وسله والو له وژنې څخه هیڅ دریغه ونه کړي، ولسمشر د کورنیو چارو وزیر ته امر کړی، چې د ټولو لویو لارو د امنیت لپاره ګډ کار وکړي

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې د بغلان - کندز پر لویه لاره یې د برمته کړو مسافرو څخه شپږ تنه وژلي دي.

د بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د بایومټریک سیستم څخه د ګټې اخیستنې په باب په ځینو رسنیو کې خپاره شوې رپوټونه بې اساسه بللي دي.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو دغسې ټکنالوژۍ ته لاس رسی نه لري او هغوی دې په ډاډه توګه خپل کارونه ترسره کوي.

تیره ورځ د ۸۰۸ سپین غر زون قوماندان جنرال شیر غزیز کامه وال امریکا غږ اشتا تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې طالبانو د بایومټریک سیستم څخه په ګټې اخیستنلو د هغو مسافرو په پیژندلو کې کار اخیتسی دی چې د جنرال کامه وال پر وینا تیرکال د کندز ولایت په جګړو کې د هغوی لاس ورغلی وو.

خو د کورنیو چارو وزارت دا رپوټ ناسم بللی دی.

لاریون

بل لورته نن د مدني ټولنې ځینې فعالان د شهرنو په پارک کې سره را غونډ شوي وو او د کندز - بغلان په لویه لاره یې د طالبانو له خوا د مسافرو ښکته کول او وژل وغندل.

د لاریون یوه تنظیم کوونکي عبدالبصیر داد خواه وویل چې حکومت دې د لویو لارو امنیت خوندي کړي.

ها خوا نن په غزني کې په محکمې وسله والو برید شوی، ترڅنګ په لوګر کې د انجونو د ښوونځي یو ښوونکی وژل شوی او د بلخ د شولګرې امنیه قومندان هم په یوه ماین کې وژل شوی دی.

د حالاتو څېړونکي وايي، چې د طالبانو د نوي مشر له راتګ سره یو وار بیا تاوتریخوالو زور اخېستی او له تېرو درېیو ورځو راهېسې په ګوټ ګوټ کې جګړې روانې دي

XS
SM
MD
LG