د لاس رسي وړ اتصالات

غني: مولوي فضل الله د افغانستان د استخباراتو د ډیرو هڅو په پایله کې وژل شوی


افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ د کونړ په ولایت کې په یو هوایي برید کې د مولوي فضل الله وژل تائید کړي وو.
افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ د کونړ په ولایت کې په یو هوایي برید کې د مولوي فضل الله وژل تائید کړي وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مشر مولوي فضل الله وژل تائید کړي او ویلي دي، چې هغه د افغانستان د استخباراتو د ادارو د ډیرو هڅو په پایله کې وژل شوی دی.

جمهور رئیس غني د خپل ټویټر په رسمي پاڼه د پاکستاني ملکي او پوځي مشرانو سره د خپلې ټیلیفوني اړیکې په اړه هم ویلي، چې هغوی ته یې د مولوي فضل الله د وژل کیدلو خبر هم تائید کړی دی.

ښاغلي غني ویلي " د هغه وژل کیدل د افغان امنیتي ادارو په مشرۍ د نه ستړې کیدونکو بشري استخباراتو د هڅو نتیجه ده".

دغه راز جمهور رئیس غني ویلي، چې د پاکستان د ملکي او پوځي مشرانو یې غوښتي، چې د خبرو میز ته د هغو افغان طالبانو د حاضرولو لپاره، چې په پاکستان کې دیره دي، عملي ګامونه واخلي.

ښاغلي غني ویلي " صدراعظم او د پوځ مشر په بریالي ډول د اوربند د ټینګیدو له امله راته مبارکي راکړه او د دواړو لورو څخه په بشپړ ډول د اوربند رعایتول یې یو ستر بریالیتوب وګڼه. همداشان هغوی ډاډ رکړ، چې د مولوي فضل الله مړینه د دوو هیوادونو ترمنځ د باور جوړولو د فضا د پیاوړي کیدو په لار کې یو لوی قدم دی او د افغانانو په مشرۍ او مالیکت یې د سولې د بهیر څخه د ملاتړ ژمنه وکړه".

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل االله د چهارشنبې په شپه کله چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د کونړ ولایت د مرورې په ولسوالۍ کې په یو موټر کې حرکت کاوه، ورباندې هوايي برید شوی، چې له امله مولوي فضل الله او په موټر کې ورسره سپاره نور وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وازت د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې مولوي فضل الله، کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ پورې د پچي مربوط سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

پاکستان کې امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې دا برید د چهارشنبې د شپې په پاوکم دولس بجو شوی، چې په ترڅ کې یې د مولوي فضل الله څلور ملګري، چې په موټر کې ورسره سپاره وو هم وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، چې د برید وروسته د مولوي فضل الله مړی د پچي په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.

خو تراوسه د تحریک طالبان پاکستان ډلې د خپل مشر وژل کیدل نه دي تائید کړي.

مولوي فضل الله باندې د ډرون د برید خبر په واشنګټن کې امریکايي چارواکو رسنیو سره شریک کړی وو.

مولوي فضل الله په ۲۰۱۲ کال کې پر ملاله یوسفزۍ او په ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې د ارمي پبلیک سکول په نوم د ماشومانو پر یو ښوونځي بریدونو تنظیمولو کې د پاکستان د پوځ له خوا تورن ګڼل کیده. په دغه برید کې ۱۵۱ تنه چې ۱۳۰ یې ماشومان وو، وژل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د هغه په سر باندې د پنځه میلیونو ډالرو انعام ایښی وو.

د همدې کال د مارچ په میاشت کې د کونړ په ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د مولوي فضل الله زوی او د تحریک طالبان پاکستان ۲۰ نورو وسله وال هم وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG