د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې په برخه کې په سیمه کې چاپیریال بدل شوی


جمهوررئیس غني وایي یو باثباته افغانستان په سیمه او اسلامي نړۍ کې د ثبات کیلي ده
جمهوررئیس غني وایي یو باثباته افغانستان په سیمه او اسلامي نړۍ کې د ثبات کیلي ده

د افغانستان جمهوررئیس د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د پنځم تقنیني کال د پرانستلو غونډې ته په وینا کې د ملي یووالي د حکومت د کړنو او پروګرامونو په باب د څرګندونو په وخت وویل چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته اکثره وسلوالې ډلې د ډیورنډ د کرښې دیخوا ته اوړیدلو ته اړ شوي دي.

جمهوررئیس غني وویل " مونږ د ملي وحدت د فرمول په اساس او د منطقوي چاپیریال د سم درک په اساس په منطقوي کچه او هم د اسلامي هیوادونو په کچه او نړیواله سطحه د عمل ابتکار په خپل لاس کې واخیست د دې لید لوري په اساس د ګاونډیو هیوادونو او اسلامي هیوادونو په سطحه یوه اجماع د رامنځ ته کیدلو په حال کې ده چې یو باثباته افغانستان په سیمه او اسلامي نړۍ کې د ثبات کیلي ده ".

جمهوررئیس غني وویل چې چین، هندوستان،پاکستان،ایران، روسیه،تاجکستان، ازبکستان ،ترکمنستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ترکیه او ازربایجان په دغه اجماع کې شامل دي.

جمهوررئیس غني وویل " له دغه هر هیواد سره زمونږ مناسبات د ګډو ګټو او مشترکو ګواښونو په باره کې د سم درک او تحلیل په اساس ولاړ دي. انشاالله موفق به شو چې افغانستان ته د نیبتي جنګ د میدان نه بلکه د اسیا د اقتصادي او ترانزیتي څلور لارې اود تعاون د مرکز په سترګه وکتل شي ".

جمهوررئیس غني په ټینګار وویل چې د عمل ابتکار د افغانانو په لاس کې دی.

امنیت

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې غونډې ته په وینا کې وویل چې نوي حکومت په داسې حالاتو کې په کار پیل وکړ چې د بهرنیو ځواکونو نه د امنیت لیږد په سیمه کې دا تصور زیږولی وو چې افغان امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې د ساتلو وړتیا نه لري چې د جمهوررئیس غني په وینا د همدې له امله په افغانستان کې جګړه نوره هم سخته شوه او د څو ولایتونو د سقوط لپاره هڅې پیل شوي او په ښارونو کې تروریستي بریدونه زیات شول.

جمهوررئیس غني وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دښمن دا طرحه ناکامه کړه.

جمهوررئیس غني وویل "څرنګه چې امنیت زمونږ د خلکو اصلي غوښتنه ده نو خپل شپیته فیصده وخت مې د امنیت ښه کیدلو ته ورکړی دی ".

جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان مشرانو جرګې او ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو نه ملاتړ څرګند کړي او د دغو ځواکونو په څنګ کې ودریږي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل چې په قوت او چټکه توګه پریکړې کوي او سترایژیک سقوط یې په عمل کې قوت څرګندوي.

همداشان جمهوررئیس د پارلمان له غړو وغوښتل چې د امنیتي چارواکو په ټاکلو او تبدیلولو کې د لاس وهلو نه ډډه وکړي.

سوله

جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د پارلمان دواړو مجلسونو ګډې غونډې ته وویل د سولې په برخه کې په سیمه او اسلامي هیوادونو کې چاپیریال بدل شوی دی چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې یو ډول محتاطانه هیلمندۍ زیږولې ده.

ښاغلي غني وویل "دا خبره باید په یاد ولرو چې پایدارې سولې ته رسیدل تدبیر ته ضرورت لري مونږ اوس د سولې په برخه کې د قوت په دریځ کې یو ".

جمهوررئیس غني وویل چې د سولې په برخه کې د قوت خپل منبع یې د سولې په باب د ملي یووالي د حکومت یوشان دریځ دی.

جمهوررئیس غني په دې برخه کې د افغانستان د یو شمیر شخصیتونو سره خپلو مشورتي غوڼدو یادونه وکړه وویل چې دغو مشورو ته به لا هم دوام ورکړي.

ښاغلي غني وویل چې نه غواړي چې د افغانستان خلکو ته د سولې بیه د جګړې له بیې زیاته اوسي.

جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې خبرې هم وکړې د کابل بانک د دوسیې د څیړولو د بهیر یادونه یې وکړه وویل چې دې پخپله د خلکو شکایتونه اوري.

جمهوررئیس وویل د خلکو شکایتونه د مستقیمې اړیکې او ټولنیزو رسنیو له لارې اوري او هڅه کوي چې د خلکو ټولو ستونزوې حل کړي خو هغه وویل چې دا کار وخت ته اړتیا لري.

همداشان جمهوررئیس غني په حکومت کې د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر ته یې وظیفه سپارلې چې په دغه وزارت کې اصلاحات راولي.

د ولسي جرګې غوښتنې

د جمهوررئیس غني د وینا دمخه د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په خپله وینا کې د یو لړ مسلو یادونه وکړه چې د ښاغلي ابراهیمي په وینا د حکومت عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

ابراهیمي وویل"پرته له شک څخه د ملي یووالي حکومت د جوړیدلو له ورځې د یو لړ ستونزو سره مخ وو چې د افغانستان خلک یې اندیښمن کړي دي ".

د ولسي جرګې رئیس وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضیعت خراب شوی او اوس هم لا زیات شمیر وزیران، د سترې محکمې یو شمیر غړي او اکثره والیان سرپرستان دي.

همداشان ابراهیمي جمهوررئیس ته وویل چې وکیلان د اساسي قانون د غوښتنو له مخې په ټاکلې نیټه ټاکنې غواړي او هم ټاکنیز سیستم کې اصلاحات غواړي.

XS
SM
MD
LG