د لاس رسي وړ اتصالات

غني پرجوماتونو بریدونه قومي او سیاسي کړکیچ ته د لمن وهلو هڅه ګڼلې


د کورنیو چارو وزارت وایي د الزهرا په جومات په برید کې څلور تنه وژل شوي او اته نورټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي د الزهرا په جومات په برید کې څلور تنه وژل شوي او اته نورټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د کابل په ختیځ کې دالزهرا په جومات کې پر لومنځ کوونکو باندې د تیرې شپې برید په سختو ټکو غندلی او پر جوماتونو او سیاسي غونډو باندې بریدونه یې په افغانستان کې قومي او سیاسي کړکیچ رامنځ ته کولو هڅه بللی ده.

د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې تروریستان هڅه کوي د جوماتونو او سیاسي غونډو د په نښه کولو له لارې قومي او سیاسي کړکیچ ته لمن ووهي.

دا بیان وایي " له دغو کړنو څرګندیږي چې تروریزم، قوم، مذهب، ژبه او سمت نه پيژني، بلکې غواړي پر سپیڅلو ځایونو او عامو خلکو د بریدونو له لارې د ویرې او وحشت فضا رامنځ ته کړي".

د ارګ په بیان کې ویل شوي چې تروریستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک د یو موټي او متحد ملت په توګه د یو بل تر څنګ ولاړ دي او دغه ډول ناوړه اعمال چې له ټولو دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي، نشي کولای د افغان ملت د ورونو قومونو ترمنځ وحدت، سیاسي او مذهبي بهیرونو ته زیان ورسوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تیره شپه شاوخوا نهه بجې د الزهرا په جومات دوه ځانمرګو بریدګرو برید کړی چې په پایله کې درې ملکي وګړي او د پولیسو یو صاحب منصب وژل شوي او اته تنه نور چې څلور یې ملیکان او څلور یې پولیس دي ټپیان شوي دي.

خو په ځینو راپورونو کې په دې پیښه کې د وژل شوو شمیر شپږ او د ټپیانو شمیر ۱۵ ښودل شوی.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند سرپرست وایي چې په دې برید کې دوو بریدګرو برخه لرله چې دواړه پولیسو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په وژل شوو کسانو کې حاجي رمضان حسین زاده هم شامل دی.

رمضان حسین زاده، د افغانستان د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق نږدې سلاکار او ملګری وو.

ارګ وایي، جمهوررئیس محمداشرف غني د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمدمحقق او د سولې د عالي شورا رئیس محمدکریم خلیلي سره د جلا جلا تېلیفوني تماسونو له لارې د تیرې شپې پر تروریستي پېښې له هغوی سره همدردۍ څرګنده کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، د امنیتي چارو ستر معین جنرال مراد علي مراد او د هېواد د ملي امنیت عمومي رئیس محمدمعصوم ستانکزي ته لارښوونه کړې ده چې د تیرې شپې په پیښه کې د وژل شوو کسانو خاورته د سپارلو او فاتحې مراسمو لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي او همدارنګه د نورو عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت په خاطر جدي تدبیرونه وسنجوي.

XS
SM
MD
LG