د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د مخدره مواد د کاروبار پر ضد مو قاطع عمل نه دی کړی


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، د مخدره موادو کاروبار او اداري فساد له یو بل سره تړلي دي، چې افغان حکومت یې په مخنیوي کې قاطع عمل نه دی کړی.

ښاغلي غني، چې د پنجشنبې په ورځ د کورنیو او بهرنیو جګپوړو استازو (سام) غونډې ته وینا کوله وویل، دوی دغې ستونزې ته متوجه دي خو د له منځه وړلو لپاره یې، لومړی د امنیتي، عدلي او قضايي ادارو او د بانکدارۍ څانګې پیاوړي کولو ته اړتیا ده.

افغان ولسمشر وویل "موږ دا ستونزه هیره کړې نه ده او نه مو څنډې ته کړې ده، خو موږ لومړی د خپلو امنیتي، عدلي، قضايي او د پیسو سپینولو ادارو پیاوړتیا ته اړتیا لرو، ترڅو د ستونزې په له منځه وړلو بریالي شو".

په افغانستان کې د مخدره موادو پراخ کاروبار یو له هغو لاملونو څخه شمیرل کیږي، چې اداري فساد ته یې لاره هواره کړې او دغه راز د افغانستان د بانکدارۍ اعتماد ته یې زیان رسولی دی.

ښاغلی غني وايي، له اداري فساد سره د افغانستان په ملي استراتیژي کې یې دې مسلې ته جدي پام کړی دی.

افغانستان د مخدره موادو یو لوی تولیدونکی هیواد دی، چې د شمیرو له مخې هرکال په کې د نړۍ شاوخوا اتیا فیصده مخدره مواد تولیدیږي او مافیايي کړۍ له دغه کاروبار څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG