د لاس رسي وړ اتصالات

غني په ټاکنو کې خپله بریا د ولس بریا وبلله


اشرف غني په ارګ کې خپلو پلویانو ته په انتخاباتو کې د بري مبارکي وویله
اشرف غني په ارګ کې خپلو پلویانو ته په انتخاباتو کې د بري مبارکي وویله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنو کې د بري له اعلان څو ساعته وروسته خپله بریا ولمانځله او دا بریا یې د جمهوریت بریا وګڼله.

ښاغلي غني د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) ناوخته په ارګ کې د خپلو دوو مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش او د انتخاباتي ډلې د نورو غړو په موجودیت کې خبرې وکړې. هغه وویل چې دا "بریا یې د بهرنیو دسیسو له ستوني را وویستله،" خو د دغو دسیسو په اړه یې معلومات ورنکړل.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې تاکید وکړ چې د ټولو قومونو څخه جوړ یو همه شمول حکومت به جوړوي او د خپلو سیاسي مخالفانو په ګډون یې له طالبانو هم وغوښتل چې د نظام په چوکاټ کې ورشامل شي.

ښالي غني وویل: "افغانستان د هر افغان زړه دی او زړه نه وېشل کیږي. هر قوم د بل قوم شریان دی او یو شریان هم باید بند نه وي. نن جمهوریت بریالی شو. جمهوريت په پښتو کې ولسواکي ده او نن ولس بریالی شو."

هغه همدغه راز د سولې یادونه هم وکړه او وویل: "موږ سوله غواړو، تلپاتې سوله او دا ټیم( دولت ساز) به ان شاءلله ټول افغانستان ته سوله راولي.:

هغه په خپلو خبرو کې په ملي یوالي ټېنګار وکړ او وویل چې اوس د رقابتونو وخت تېر شوی او د ګډ کار کولو وخت رسېدلی دی او وویل چې حکومت د ملت امانت دی.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وشول چې شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۸ نېټه یې نتایج اعلان شول.

د کمېسیون مشر هوا علم نورستانۍ وویل چې محمد اشرف غني (١٨٢٣٩۴٨) رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلې چې د ټولو رایو ۵۰.۶۴ فیصده کیږي، په دې حساب هغه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی دی.

XS
SM
MD
LG