د لاس رسي وړ اتصالات

غني د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي ته ولاړ


جمهور رئیس غني نن غرمه د اسلامي هیوادونو په ۱۴ مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته لاړ.
جمهور رئیس غني نن غرمه د اسلامي هیوادونو په ۱۴ مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته لاړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه ( د جوزا په نهمه) د اسلامي همکاریو د سازمان په څوارلسمه سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لاړ.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري وايي چې ولسمشر غني به د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې وينا هم وکړي چې تر ډېره به د افغانستان د سولې په مسئلې تمرکز ولري.

هغه وویل" ددې سفر هدف دا دی چې هلته د اسلامي هیوادونو د سازمان په ناسته کې په افراطیت او ترهګرۍ سره په مبارزې باندې ټینګار وشي. د اسلامي هیوادونو ترمنځ د اجتماعي، اقتصادي او کلتوري همکاریو باندې بحثونه وشي. د افغانستان د سولې په تړاوو به ولسمشر په خپله ويناء کې تمرکز وکړي".

له افغان ولسمشر سره پدې سفر کې یو پلاوی هم مل دی. اسلامي هیوادونو د سازمان دا څوارلسمه سرمشریزه به سبا د جمعې په ورځ ( د جوزا په لسمه ) په مکه کې پیل شي.

د اسلامي هیوادونو د سازمان ددې سرمشریزې لپاره تېره ورځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه هم ناسته شوې وه. د اسلامي هیوادونو د سازمان ۵۷ غړي اسلامي هیوادونه دي، چې افغانستان یې د تاسیس په کال یعنې له ۱۹۶۹ کال راهیسې غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG