د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د افغانستان او هند هوايي دهلیز پرانیست


د دغه هوايي دهلیز له پرانیستلو وروسته نن د اریانا شرکت په خپلې لومړنۍ الوتنه کې د افغان سوداګرو ۶۰ ټُنه سوداګریز توکي له کابل څخه ډهلي ته ولیږدول.
د دغه هوايي دهلیز له پرانیستلو وروسته نن د اریانا شرکت په خپلې لومړنۍ الوتنه کې د افغان سوداګرو ۶۰ ټُنه سوداګریز توکي له کابل څخه ډهلي ته ولیږدول.

د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز له پرانیستې وروسته نن د دوشنبې په ورځ د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو شپیته ټُنه سوداګریز توکي، د هوا له لارې له کابل څخه ډهلي ته صادر شول.

د دغه هوايي دهلیز تفاهمنامې د جوزا میاشتې په ۱۱مه نیټه د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې او د اریانا افغان هوایي شرکت ترمنځ لاسلیک شوې وه، چې نن په رسمي ډول د افغانستان د ولسمشر له خوا یې پرانیستل شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هوايي دهلیز په پرانیست‌غونډه کې وویل، د افغانستان د صادراتو پر مخ په وار وار د تورخم او چمن د دروازو له تړل کیدو وروسته، افغان حکومت د نورو لارو د موندلو په لټه کې وو.

د ښاغلي غني پر وینا د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز له پرانیستلو وروسته به تر ډیره بریده د افغان سوداګرو اندیښنې لرې شي.

د دغې تفاهمنامې له مخې افغان سوداګر به له کابل او کندهار څخه د هند ډهلي او امرتسر ښارونو ته د هماغې کرايې په بدل کې چې د ځمکې له لارې یې خپل صادراتي توکي هند ته لیږدول اوس د هوا له لارې صادر کړي.

ولسمشر غني د افغانستان د سوداګرو لپاره د دغې آسانتیا برابرولو ته په اشارې وویل "ترانزیت همیشه یوه ستونزه وه، چې زموږ په مخ کې وه، نه یوازې دا اقدامات چې شوي او هغه اقدامات چې ترسره به شي، تاسې ته دا ډاډ درکوي، چې شاړه ځمکه شاړه مه پریږدئ، دا مه پریږدئ چې د افغانستان تولیدات ضایع شي، په دې کې یوه لویه پانګه پرته ده خو مخصوصاْ د کرنې په برخه کې ثبات پروت دی، تر هغې چې د افغانستان کرنه په اساسي توګه منسجمه نشي، په افغانستان کې ثبات نه راځي."

په اوس وخت کې د افغانستان او هند تر منځ د صادراتو او وارداتو کچه شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي او د افغانستان دولت هڅه کوي، چې له هند سره د سوداګرۍ کچه زیاته کړي.

د افغانستان او هند د هوايي دهلیز د پروژې رئيس صدیق‌الله مجددي وايي، دغه دهلیز د کابل او ډهلي ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتولو او د ځمکې له لارې د افغانستان د سوداګرۍ پر مخ کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره جوړ شوی دی.

ښاغلي مجددي د کابل او ډهلي ترمنځ د هوايي دهلیز لومړنۍ الوتنې ته په اشارې وویل "په دې پرواز کې شاوخوا ۶۰ ټُنه کرنیز محصولات چې په کې طبي نباتات شامل دي او ارزښت یې ۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي، له کابل څخه به د هندوستان بازارونو ته ورسیږي."

د افغان چارواکو پر وینا، د دغه دهلیز له لارې بله الوتنه راتلونکې اونۍ د کندهار له هوايي ډګر څخه ترسره کیږي چې په کې به د دوه میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه د هند امرتسر ښار ته ولیږدول شي.

افغان سوداګر د دغه هوایي دهلیز له لارې د خپلو سوداګریزو توکو د لیږدولو لپاره د یو کیلوګرام په بدل کې ۲۰ سینټه کرایه ورکوي او د افغانستان دولت په دې برخه کې د توکو د لیږدولو لپاره افغان سوداګرو ته څه دپاسه ۷۰ فیصده سب سایډي په پام کې نیولې ده.

د دغه سوداګریز هوايي دهلیز تفاهنمامه تر راتلونکو دوو کلونو پورې د اعتبار وړ ده.

XS
SM
MD
LG