د لاس رسي وړ اتصالات

غني کابینه ولسي جرګې ته وړاندې کړه


ولسمشر غني له وکیلانو څخه مننه وکړه چې د کابینې په معرفی کولو کې یې د ځنډ له امله له زغم څخه کار واخیست
ولسمشر غني له وکیلانو څخه مننه وکړه چې د کابینې په معرفی کولو کې یې د ځنډ له امله له زغم څخه کار واخیست

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبې دخپلې کابینې غړي د افغانستان ولسي جرګې ته معرفي کړل چې په دریو مالیه، کرنې او مالدارۍ او بریښنا او اوبو وزارتونو کې بدلون راوستل شوی دی.

د کابینې په پخواني اعلان شوي لیست کې جیلاني پوپل د ماليې وزارت ته نومول شوی و چې اوس يې پر ځای اکلیل حکیمي معرفي شو. دغه راز، د بریښنا او اوبو وزارت ته پخوا محمود صیقل نومول شوی و او اوس يې پر ځای عبدالرحمان صلاحي ولسي جرګې ته معرفي شو خو د کرنې او مالدارۍ وزارت ته د نوماند وزیر محمد یعقوب حیدري پر ځای چې په فساد تورن شوی، بل نوماند وزیر ولسی جرګې ته معرفي نشو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پخپله ولسي جرګې ته ورغلی وو او د ولسي جرګې په تالار کې یې اوږده وینا وکړه.

ولسمشر غني له وکیلانو څخه مننه وکړه چې د کابینې په معرفی کولو کې یې د ځنډ له امله له زغم څخه کار واخیست "ستاسې له حوصلې نه مننه کوم چې د کابینې په معرفی کولو کې مو له زغم څخه کار واخیست"

دغه راز افغان ولسمشر له وکیلانو څخه مننه وکړه چې له امریکا او ناټو سره یې امنیتي ټړون پرته له کومې ستونزې او پر وخت تائید کړ.

ولسمشر غني وویل ستونزې زیاتې دي د حل لارې لپاره یې هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه چې د ستونزو د لری کولو لپاره باید ټول افغانان یو موټی شی او په اتفاق کار وکړي.

دغه راز ولسمشر خپل لومړیتوبونه د ولسي جرګې غړو ته وړاندې کړل:

هغه وویل "نن تاسې ته د افغان حکومت لومړیتوب وړاندې کوم، اول مشارکت دی د ارګ او جومات په منځ کې به واټن له منځه یوسم، په دې لار کې ګامونه اخیستل شوي او د نورو ګامونو د اخیستلو په درشل کې یو."

همدا شان ولسمشر وویل چي د دینې علما په همکاری به د افغانستان په سولې او ثبات کې کار اخلي او هغه کار چې دینې عالمان د سولې او ثبات په ټینګولو کې کولی شي هغه ته د قدر وړ دي.

هغه وویل "دینی عالمان د ولس او دولت تر منځ د یو پُل په جوړولو کې اساسې رول لوبوي."

په همدې توګه ښاغلي غني د افغانستان ۹۵ سرحدي ولسوالی چې په ۲۰ ولایتونو کې موقعیت لري په اړه وویل چې خلک یې داسې احساس کوی چې هغوی هیر شوي دي، خو دا زموږ د کار اصلي برخه تشکلیوي او زیات کار به وشي چې سرحدي ولسوالۍ خوندي کړي.

د افغان ولسمشر پر وینا، په پينځه وو کلونو کې به د بیځایه شویو کلمه هم له هیواد څخه ورکه کړي او هغوی ته به په خپلو سیمو کې د اوسیدو زمینه برابره کړي، دغه راز له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو په بیرته راستنولو کې به هم هڅه وکړي او قانوني پړاونه به ووهل شي.

همدا شان ولسمشر وویل چې ۳۶ سلنه افغانان د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي او زیاته یې کړه چې هغه کوي لومړی فقر عوامل په ګوټه او بیا یې د حل لارې پيدا کړي.

په همدې توګه افغان ولسمشر د نشه يي توکي پر وړاندې مبارزې ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې به کلکه مبارزه وشي او زیاته یې کړه چې اوس نشه يي توکي د افغانانو ژوند ته هم ستر ګواښ دی او زیات شمیر افغانان په نشه يي توکو روږدي شوي دي.

هغه وویل "معتادین هم زموږ د کار اصلی برخه ده هره ورځ اعتیاد زیاتیږي او د دې ستونزې د لرې کولو لپاره به هم اساسي کارونه وشي."

دغه راز ولسمشر د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه وویل "لږ تر لږه زموږ ۱.۷ میلیونه ماشومان اوس هم ښوونځي ته نه ځي، له بهرنیو هیوادونو سره مو خبرې روانې دي چې په بهر کې افغان ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړو."

په همدې توګه ولسمشر د افغانستان د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره هم خپل پلانونه د ولسي جرګې وکیلانو ته واورول او و یې ویل چې په ټاکنو کې د ښځو ونډه د ستایلو وړ ده "۳۸ سلنه ښځو په ټاکنو کې رایې ورکړي دي، موږ یې ستایو، د ښځو ونډه به په سیاسي برخه کې د پام وړ شي، د هغوی د تعلیم په برخه کې به اساسي شرایط برابر شي او د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی په ځانګړي ډول په دولتي ادارو کې."

د اقتصادي ودې پلانونه

افغان ولسمشر د اقتصادي ودې په اړه وویل چې دولتي ادارې به کورني تولیدات پلوري او د بهرنیو صادراتو په نسبت به ورته ۱۵ سلنه زیات ارزښت ورکړل شي "اکثره ویل کیږي افغانستان یو غني هیواد دی خو ولس یې فقیر دی دا خبیثه حلقه باید له منځه یوړل شي. د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه څلور نیم میلیارده ډالره بودیجه لري، ټینګار مو دا دی چې دغه وزارتونه له افغاني تولیداتو څخه کار واخلي له بوټ نه نیولی تر نورو اړتیاوو. افغاني تولیدات باید ۱۵ سلنه زیات ارزښت د بهرني تولید په نسبت ولري. "

هغه په دوام کې وویل "زموږ اصلي هدف دا دی چې د دولت اړتیاوی باید له افغانی تولیداتو پوره شي، سرمایه په افغانستان کې ولګول شي."

ولسمشر د فساد د له منځه وړلو او د شفافیت د راوستلو په وویل تر هغې چې وکیلان، ژورنالستان او نور د راپور ورکولو برخه کې مرسته ونکړي سرغړونکي په تیښته بریالي کیږي، ټول باید په ګډه کار وکړي او د فساد عاملینو په اړه راپور ورکړی.

هغه وویل "په دې برخه کې د خلکو ونډه ډيره مهمه ده هغوی ته به د ونډې اخیستلو زمینه برابره شي."

افغان ولسمشر د ځمکو غصب په باب وویل چې د ځمکو په ځانګړي ډول د دولتي ځمکو غصب هغوی ته د منلو وړ نه ده "زموږ تعهد دادی چې په دې پینځو کلونو کې به د ټولو خلکو جایدادونه خوندي شي. پر دولتي ځمکو به پانګونه وکړو خلکو ته به کورنه ورکړو او د هستونګي سالمه فضا به رامنځ ته کړو، خبرې مو روانې دي چې یو قوي ساختماني فکتور په افغانستان کې رامنځ ته کړو."

افغان ولسمشر وکیلانو ته وویل چې له اسلامي اصولو څخه به د افغانستان په بانکي سیستم کې کار واخلي او دغه راز له دې اصولو څخه په ګټې اخیستنې به په افغانستان کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي غني وویل "د افغانستان د اوبو مهارول زموږ لومړیتوب دی د افغانستان اوبه او ځمکې به د یو اساسي پلان له مخې د افغانانو په ګټه وکارول شي. د معادنو په برخه کې عجله نه لرم باید ورته وخت ورکړو او د بودیجې د کسر لپاره باید معادن قرباني نه کړو."

دغه راز ولسمشر وویل د اسلامي ارزښتونو د ترویج او پوهاوي لپاره به کار وشي، د افغانستان ملي ټلویزیون به په څو څانګو وویشل شي، اسلامي ارزښتونو په اړه به معلومات ورکړل شي او ادب ته به هم پام وشي.

ولسمشر له وکیلانو څخه وغوښتل چې ورته وخت ورکړي څو د زیربناو اساسي پلان جوړ کړي او پراختیايي بودیجه درې کلنه کړي "موږ شپږ میاشتې له تاسې څخه وخت غواړو چې د ښې حکومتوالی د رامنځّ ته کولو پلان جوړ او له تاسې سره یې شریک کړو. "

ولسمشر د خپلو خبرو په پاي کې داسې وویل "کابینه تاسې ته او خلکو ته ځوابویونکې ده، ما زیاته هڅه کړی چې داسې کابینه تاسې ته معرفي کړم چې ستاسې د تائید وړ وګرځي."

د وزارتونو لپاره نوماند وزیران

د ولسمشر له خبرو وروسته په پارلماني چارو کې د حکومت استازی غلام نبي فراهي د ملي یوالي حکومت کابینه داسې معرفي کړه:

ملي دفاع وزارت: شیر محمد کریمي

کورني چارو وزارت: نورالحق علومي

بهرنیو چارو وزارت: صلا الدین رباني

د مالیې وزات : اکلیل حکیمي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: سید سعادت منصور نادري

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت: سید حسین عالمي بلخي

د پوهنې وزارت: محمد ګل زلمی یونسی

د عامې روغتیا وزارت: داکتر فیروزالدین فیروز

د سوداګرۍ وزارت: سردار محمد رحیمي

د ښاري پراخیتا وزارت: شاه زمان میوندي

د اقتصاد وزارت: سردار محمد رحمان اوغلی

د عدلیې وزارت : احمدضیاء مهجور

د مخابراتو او معلوماتي تیکنالوژۍ وزارت: برنا کریمي

د کلو د پراختیا وزارت : نصیراحمد درانی

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت: قمرالدین شینواری

د ښځو چارو وزارت: نجیبه ایوبي

د فواید عامې وزارت: غلام عباس بصیر

د ڼرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: فیض الله ذکي

د کانونو او پټرولیم وزات: داوود سبا

د اطلاعات او فرهنګ وزارت: آي سلطان خیري

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت: فیض الله کاکړ

د حج او اوقافو وزات: فیض محمد عثماني

د لوړو زده کړو وزات: خاطره افغان

د بریښنا او اوبو وزارت: انجنیر عبدالرحمان صلاحي

د ملي امنیت ریاست: رحمت الله نبیل

د افغانستان بانک ریاست: خیرالله صدیق

غلام نبي فراهي وویل چې نوماند وزیران به ولسي جرګې ته د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي او له وکیلانو څخه یې وغوښتل چې د نوماند وزیرانو د پلانونو له اوریدلو وروسته ورته د باور رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG