د لاس رسي وړ اتصالات

غني د روحاني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی


اشرف غني د ایران د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د حسن روحاني سره وکتل
اشرف غني د ایران د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د حسن روحاني سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره نن د شنبې په سهار د یو لوړ پوړې دولتي پلاوي په مشرۍ له هرات څخه تهران ته تللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په هرات کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر په اړه خبریالانو ته وویل چې تهران ته د جمهور رئیس غني د سفر هدف د هغه هېواد د جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستل دي.

جمهور رئیس غني تهران ته له رسیدو وروسته د ایران د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د جمهور رئیس حسن روحاني سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي روحاني وویل چې افغانستان او ایران د ګډ فرهنګ لرونکي وروڼه او ملګري هېوادونه دي او له افغانستان سره ارتباط ایران ته ځانګړی اهمیت لري. هغه زیاته کړه "موږ ته د افغانستان امنیت مهم دی او ایران چمتو دی چې افغانستان سره د امنیت په برخه کې همکاري وکړي."

ښاغلي روحاني د افغانستان امنیتي حالاتو ته په اشارې وویل چې د ایران خلک د تحمیلي جنګ تجربه لري او د افغانانو اوسنی حالت درک کولی شي. هغه وویل، ایران نږدې څلور لسیزې په بېلابېلو دورو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ پاتې شوی دی او اوس هم د سلګونو زره افغان کډوالو کوربه توب کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د ایران جمهور رئیس د افغانستان سره د لا زیاتو او نږدې اړیکو غوښتنه وکړه او وویل چې له ایران څخه هرات ته د رېل پټلۍ غځېدل او دغه راز د چابهار بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د وصل نقطه جوړیدای شي.

ښاغلي روحاني علاقه څرګنده کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د همکارۍ او دوستۍ په پوله بدله شي او همدارنګه یې افغانستان سره د کانونو، صنعت، سوداګرۍ او زده‌کړو په ډګرونو کې د همکارۍ په خاطر لیوالتیا وښوده.

جمهور رئیس په افغانستان کې د جنگ د بڼې بدلیدو ته په اشارې وویل تروریستي ډلو د عراق په موصل کې له ماتې وروسته د سیمې هېوادونه په نښه کړي دي او د قاچاق او تګ راتګ ناقانونه لارې يې پرانیستي دي. ښاغلي غني زیاته کړه چې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش په ځپلو کې مشترک بحث ته اړتیا ده.

ارگ وایي ښاغلي غني د سرحدي امنیت اهمیت ته په اشارې وویل، د افغانستان لپاره د پولو امنیت خورا مهم دی، قاچاق‌کوونکي او د جرمي اقتصاد مافیا غواړي دا پوله ناامنه کړي. هغه د دغې پولې د ساتنې په خاطر د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

دواړو جمهوررئیسانو د نشه‌يي توکو د قاچاق، چاپیریال ساتنې او د اعتیاد د معضلې په اړه هم خبرې او بحث وکړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وایي چې تهران ته د جمهور رئیس غني د سفر په ترڅ کې به افغان او ایراني چارواکي په پنځه کمیټو کې په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړي چې په کې د ګمرکونو، نشه یې توکو سره مبارزه، فرهنګي، امنیتي او د اوبو د مدیریت مسئلې شاملې دي.

د افغانستان جمهور رئیس د جمعې په مازیګر له کابل څخه هرات ته تللی وو.

جمهور رئیس غني هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوادیه جومات د تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو له غړو سره د کتلو سربیره د روباټ جوړونکي ټیم له غړې فاطمې قادریان سره چې د جوادیه د جومات په تروریستي پېښه کې یې پلار له لاسه ورکړی هم په جلا توګه کتلي دي او د هغې کورنۍ غړو ته یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د تیرې سه شنبې په شپه د هرات د جوادیه پر جومات په برید کې چې مسئولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی د روباټ جوړونکي ټیم د غړې فاطمې قادریان د پلار په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG