د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني روسیې ته لاړ


ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د هندوستان د صدراعظم سره هم وګوري.
ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د هندوستان د صدراعظم سره هم وګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايی، جمهور رئیس غني به روسیې ته د خپل سفر په وخت د پاکستان په ګډون د لسو هیوادونو د مشرانو سره د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات په مسئلو خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايی، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د روسیې د اوفای په ښار کې د شانګهای سازمان د مشرانو په پنځه‌لسمه او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون په وخت به د پاکستان او هندوستان په ګډون د لسو هیوادونو د مشرانو سره د افغانستان او سیمې په حالاتو وغږیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د امریکا غږ خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان جمهوررئیس به د دغو غونډو په څنډو کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه د افغانستان د سولې د بهیر نه د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړي.

ښاغلي کرزي وویل "رئیس صاحب جمهور د دوه هدفو لپاره اوفا روسیې ته تللی دی اوله نقطه یې دا ده چې په شانګهای او نورو جلسو کې ګډون وکړي اوبله نقطه داده چې جناب رئیس صاحب جمهور لس جانبي جلسې لري چې به هغې کې روسیه ده پاکستان دی هند دی ددغو مملکتونو د مشرانو سره هلته جلسې دي او اساسي نقطه خپله افغانستان او د منطقې ثبات دی او بیا په خاصه توګه پاکستان سره د سولې په پروسې بحث دی پیشنهاد به پاکستان ته دغه وي چې په حیث د یو کوربه مونږ ځینې مننه کوو اما اول قدم وو د یوې پروسې دا یوه اوږده پروسه ده او وخت به ونیسي دا پروسه او د دوی دوامداره همکارۍ ته ضرورت لرو ".

د افغانستان جمهوري ریاست ریاست د رسنیو دفتر وايی، چې جمهور ریس غني نن سهار د شانګهای او بریکس سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي، په دې سفر کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره یو لوړ پوړی پلاوی چې ورکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د منځنۍآسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر هم شامل دي ملګرتیا کوي.

دارګ دا بیان وایي، جمهور رئیس غني به په دې سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان او د بریکس د مشرانو په غونډو کې پر ګډون او وینا سربېره په بېلابېلو برخوکې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د اقتصادي مسئلو، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د نویو ګواښونو د مخنیوي څرنګوالي په اړه د دغو سازمانونو د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم بحث او خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG