د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني په دوه ورځني سفر آستانې ته لاړ


 ولسمشر غني به قزاقستان ته د دغه سفر په ترڅ کې د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو غونډه کې ګډون وکړي
ولسمشر غني به قزاقستان ته د دغه سفر په ترڅ کې د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو غونډه کې ګډون وکړي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ نن مازدیګر د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په لومړنۍ ناسته کې د ګډون په موخه په دوه ورځني رسمي سفر د قزاقستان پلازمېنې آستانې ته ولاړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ټاکل شوې جمهوررئیس غني به په دې کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د کنفرانس ګډونوالو ته وینا هم وکړي. او هم به د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو او مقاماتو سره کتې ولري.

ښاغلي مینه پال وویل " په قزاقستان کې د اسلامي هیوادونو د سیانس او ټکنالوژي ناسته ده، جمهوررئیس په دې ناسته کې ګډون کوي. پر سیمې او اسلامي نړۍ باندې د ساینس او ټکنالوژي د اغیزو په اړه به دې غونډې ته وینا وکړي".

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهوررئیس غني به د دغه سفر په ترڅ کې د قزاقستان له دولتي مشرانو سره هم لیده کاته وکړي او هم به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا وغږیږي.

جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د معلوماتي ټکنالوژۍ په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار رفیع الدین ملکزی ، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې عمومي رئیس همایون محتاط او د جمهوري ریاست د دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

دا په روان عیسوي کال کې قزاقستان ته د جمهور رئیس غني دوهم سفر دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د غبرګولې په میاشت کې هم د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG