د لاس رسي وړ اتصالات

غني او دوستم له اوږد ځنډ وروسته سره وکتل


د جمهور رئیس غني او جنرال دوستم ترمنځ په دې ناسته کې جمهوري ریاست دوهم مرستیال سروردانش او اجرائیه رئیس عبدالله هم حاضر وو.
د جمهور رئیس غني او جنرال دوستم ترمنځ په دې ناسته کې جمهوري ریاست دوهم مرستیال سروردانش او اجرائیه رئیس عبدالله هم حاضر وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ (زمري ۸ مه) په ارګ کې د خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره د یوې اوږدې مودې وروسته وکتل او په یو لړ مسلو یې ورسره خبرې وکړې.

د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې ویلي، چې په ارګ کې له غرمې وړاندې د جمهور رئیس غني او جنرال دوستم ترمنځ په دې ناسته کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

د ارګ د معلوماتو له مخې د غونډې برخه والو " پر مختلفو موضوعاتو" بحث او خبرې کړي دي.

دا د چنګاښ په ۳۱ مه له ترکیې څخه د شاوخوا ۱۴ میاشتو جلاوطنۍ افغانستان ته د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د ستنیدو وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د ښاغلي دوستم لومړۍ مخامخ غونډه وه.

جنرال دوستم کابل ته د ستنیدلو لږ وروسته د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې د ستنیدلو پر سبا به د ښاغلي غني سره وګوري.

د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي له خوا پر جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه پر یو شمیر ساتوونکو باندې د جنسي زورونې د تورونو د لګیدلو په پایله کې ښاغلی دوستم د تیر لمریز کال د غوايي په میاشت کې ترکیې ته لاړ او شاوخوا ۱۴ میاشتې هلته پاتې شو.

د افغانستان جمهوري ریاست او پخپله جنرال دوستم هم په ترکیه کې د اوږدې مودې لپاره د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د پاتې کیدو علت د ښاغلي دوستم درملنه ښودلې ده.

وطن ته د جنرال دوستم د ستنیدو لپاره د افغانستان په اکثرو شمالي ولایتونو کې د هغه پلویانو پراخه لاریونونه پیل کړل، کله، چې افغان امنیتي ځواکونو تیره میاشت د فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم یو پلوي قومندان نظام الدین قیصاري ونیو.

لاریون کوونکو د ښاغلي دوستم د ستنیدو او د قومندان قیصاري د خوشې کیدو لپاره شل ورځې پرله پسې لاریونونه وکړل او په څو ښارونو کې یې د ځینو دولتي ودانیو دروازې هم وتړلې.

د دغه لاریونونو له امله په یو شمیر شمالي ولایتونو کې کاروبار په ټپه دریدلی وو.

د دغو اعتراضونو سره سره افغان حکومت لا هم قومندان قیصاري په بند کې ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG