د لاس رسي وړ اتصالات

غني: آی اس آی سره تفاهم لیک نه دی لاسلیک شوی


جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت په منډیګک ماڼۍ کې د دغه ولایت د قومي مشرانو او مخورو یوې غونډې ته وینا وکړه.
جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت په منډیګک ماڼۍ کې د دغه ولایت د قومي مشرانو او مخورو یوې غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ کندهار ته د یو سفر په ترڅ کې یو غونډې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ تر اوسه تفاهم لیک لاسلیک شوی نه دی.

ولسمشر غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د کندهار د حالاتو د ارزونې لپاره نن د غرمې دمخه دغه ولایت ته ورغی او دغه ښار ته د رسیدلو سرسم یې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ کې د افغان پوځ افسرانو او سرتیرو سره وکتل او په امنیتي مسلو یې ورسره خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت په منډیګک په ماڼۍ کې د دغه ولایت د قومي مشرانو او مخورو یوې غونډې ته وینا هم وکړه.

ښاغلي غني په خپله وینا کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د تفاهم لیک او هم د افغانستان د حکومت او د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو سره د سولې په مسلو هم خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني وویل چې کله د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی اس اي او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک په سر خلکو سره انديښنې پیدا شوې، ده پخپله د دغې مسلې مدیریت په غاړه واخیست او افغانانو د بیلابیلو قشرونو د استازو سره یې په دې مسله د سلا مشورو لړۍ پیل کړه.

جمهور رئیس غني وویل "دا تفاهم لیک تر اوسه لاسلیک شوی نه دی، پرې سلامشورې کوو ددغو سلامشورو په پای کې به د یوې اجماع وروسته د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل دا سند لاسلیک کړي".

ولسمشر غني وویل چې د سند د لاسیلک په وخت به د افغانستان ملي ګټو ته جدي پاملرنه وشي.

د کندهار والي دې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې په عمومي ډول د کندهار امنیتي وضیعت د پخوا په پرتله ښه وګڼه خو وویل اوس هم ددغه ولایت له اولس ولسوالیو څخه لس ولسوالۍ د لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

غونډې ته د کندهار د ولایت یو شمیر مشرانو او مخورو هم خبرې وکړې.

دا د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو راوروسته کندهار ته د جمهور رئیس غني لومړی سفر دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG