د لاس رسي وړ اتصالات

د دوو رد شویو نوماند وزیرانو پرځای نوي معرفي شول


له دې مخکې ولسي جرګې آی سلطان خیري او احمد سیر مهجور د دوه ګوني تابیعت د لرلو له امله رد کړي وو
له دې مخکې ولسي جرګې آی سلطان خیري او احمد سیر مهجور د دوه ګوني تابیعت د لرلو له امله رد کړي وو

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن د سې شنبې په ورځ عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ او نجیب آقا فهیم یې د عدلیې وزارت د نوماندو وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړل.

له دې مخکې ولسمشر غني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته آی سلطان خیري او د عدلیې وزارت ته احمد سیر مهجور نومولي وو چې د دوه ګوني تابیعت د لرلو له امله ولسي جرګې دواړه رد کړي وو.

د ولسمشر دویم مرستیال د ولسي جرګې له غړو څخه وغوښتل، د اساسي قانون له مخې نوماندو وزیرانو ته د رايې ورکول لړۍ پيل او دغه چاره ژر بشپړه کړي، چې وزیران خپل کار پیل او د خلکو اندیښنو ته د پای ټکې کېښودل شي.

ښاغلي دانش وویل، حکومت د ولسي جرګې د ټولو هغو پریکړو او مصوبو درناوی کوي چې د قانون پر بنسټ ترسره شوي وي.

هغه همداشان وویل چې حکومت دغسې پریکړو عملي کیدلو ته ځان ژمن ګڼي.

دې غوندې ته د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل چې د عبدالباري جهاني او نجیب آقا فهیم د اسنادو د څیړلو چارې به په څلورو ورځو کې بشپړې شي.

عبدلباري جهاني

د اطلاعتو او فرهنګ وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني د کندهار ولایت په مرکز کې زیږېدلی دی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د دغه ولایت په میرویس نیکه مکتب کې تر سره کړي دي او له هغې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه د لسانس سند ترلاسه کړی دی.

عبدالباري جهاني په پښتو ټولنه او پوهنې وزارت کې دندې ترسره کړي دي او دغه راز یې د کابل مجلې مدیر مسؤل او د افغانستان د تلویزیون د روزنې د عمومي مدیر په توګه هم کار کړی دی.

ښاغلي جهاني د نږدې شلو کلونو لپاره په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ په پښتو څانګه کې هم دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان ملي سرود هم عبدالباري جهاني لیکلی دی.

نجیب آقا فهیم

د عدلیې وزارت ته نوماند نجیب آقا فهیم په کاپيسا ولایت کې زیږیدلی دی، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ او په نړویوالو اړیکو کې ماسټري لري.

ښاغلي فهیم د پوهنتون استاد، په ایران کې د افغانستان د قونسلګرۍ د لومړي سکرتر، د شهیدانو او معلولین وزارت د اداري مرستیال، او د کورنیو چارو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو د حقوقي مشاور په صفت دندې ترسره کړي دي او اوسمهال د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ د پراختیا څانګې د رئیس په توګه دنده لري.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې، وکیلانو د دوه ګوني تابیعت لرونکو نوماندو وزیرانو پر سر د نظر یووالی نه درلود.

ځینې وکیلانو غوښتل چې د کورنیو او بهرنیو چارو ورات نوماند وزیران ولسي جرګې ته حاظر او خپلې برنامې ورته وړاندې کړي خو یو شمیر نورو بیا ویل چې د دوه ګوني تابیعت پریښودلو بهیر زیات وخت ته اړتیا لري او د سفارتونو پر اسنادو قناعت نه کوي.

خو له څو ساعته بحث او اختلافاتو وروسته پر دې سلاء وشوه چې دغه موضوع رای اخیستلو ته وړاندې کړي، چې په پایله کې یې غوڅ اکثریت، ولسي جرګې ته د کورنیو او بهرنیو چارو نوماندو وزیرانو د راتګ پلوي وکړه.

د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیران نورالحق علومي او صلاح الدین رباني له ډيرو هلو ځلو وروسته نن دواړه په دې بریالي شول چې وکیلانو ته د خپلو راتلونکو برنامو په باب معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG