د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني ویس برمک د کورنیو چارووزارت ته نومولی


ښاغلي ویس برمک له دې وړاندې د طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر په توګه کارکوه.

د افغانستان د اداري چارو ریاست په یو بیان کې ویلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د کورنیو چارو د وزیر جنرال تاج محمد جاهد پرځای د طبیعي پیښوسره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت ته نومولی دی.

د افغانستان د اداري چارو ریاست وایي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د کورنیو چارو پخوانی وزیر جنرال تاج محمد جاهد په امنیتي چارو کې د خپل سلاکار وزیر په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان جمهور رئیس په تیرواونیو کې په دریو پړاونو کې یو شمیر هغو وزارتونو ته نوي وزیران نومولي، چې یا وزیران یې تیرکال د افغانستان د ولسي جرګې څخه د باور د رايې په اخیستلو کې پاتې راغلي وو او یا هم د سرپرستانو له خوا اداره کیدل.

په نوو نومول شوو وزیرانو کې د دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت ته فیض الله ذکي، د کانو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان، د لوړو زده کړو وزارت ته عبدالطیف روښان، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ګل اغا شیرزی، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته شهزاد اریوبي، د اقتصاد وزارت ته محمد مصطفی مستور، د فواید عامې وزارت ته یما ترابي شامل دي.

همداشان جمهوررئیس محمد اشرف غني د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې لپاره عبدالمتین بیګ د نوي رئیس په توګه ټاکلی دی.

د دې ادارې پخوانی رئیس غلام جیلاني پوپل له نیږدې دوو کالو راهیسې خپل کار پریښی وو او دا اداره له مشر پرته د سرپرست له خوا اداره کیدله.

ولسي جرګې پریکړه کړي چې د ملي یووالي د حکومت وزیرانو ته به په جلا جلا توګه رایه نه ورکړي او جرګه به ټولو هغو نوماند وزیرانو ته په یوه ورځ رایه ورکوي چې دغې جرګې ورڅخه د باور رایه اخیستې ده.

په دې وزارتونو کې د بهرنیو چارو وزارت هم شامل دی.

دا وزارت د تیرکال راهیسې چې ولسي جرګې د صلاح الدین رباني څخه د باور رایه بیرته خیستې د ښاغلي رباني له خوا یې سرپرستي کیږي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني لا تراوسه د بهرنیو چارو وزارت ته څوک نه دی نومولی.

جمهوررئیس غني وروسته له هغه یو شمیر وزیران د سرپرست وزیرانو په توګه ونومول چې د ملي یووالي په حکومت کې شاملو دریو ډلو مشرانو جنرال عبدالرشید دوستم، جاجي محمد محقق او صلاح الدین رباني د حکومت پر وړاندې یو نوی سیاسي ائتلاف جوړ کړ.

د دې ائتلاف په مشرانو کې د بلخ والي محم عطا محمد نور هم شامل دی.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان د جمهور رئیس غني دا هڅه د خپل حکومت د قاعدې د پراخیدو په معنی ګڼي او وایي چې جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله هڅه کوي، د نوي جوړ شوي اتئلاف پر وړاندې د دغې ائتلاف بهر ډلې او سیاسي شخصیتونه په حکومت کې شامل کړي او په دې توګه د ملي یووالي د حکومت پر کړنو د دغه نوي جوړ شوي ائلاف اغیزې کمې کړي.

XS
SM
MD
LG