د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني تیره شپه د پاکستان نه کابل ته راستون شو


جمهورریس غني او صدراعظم نواز شریف (ارشیف)
جمهورریس غني او صدراعظم نواز شریف (ارشیف)

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهور رئیس اشرف غني پاکستان ته د یو دوه ورځیني سفر وروسته تیره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې بیرته کابل ته راستون شو.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف په بلنه د جمعې په ورځ د يوه لوړپوړي هییت په مشرۍ په یو رسمي سفر اسلام آباد ته تللی وو.

د امریکا غږ خبریال وحیدالله فیضي ساپی چې جمهور رئیس اشرف غني سره په دغه سفر کې اسلام اباد ته تللی وو وایي چې ښاغلی غني له اسلام اباد نه کابل ته د روانیدلو تر مهاله د پاکستان د سیاسي ډلو د یو شمیر مشرانو او په پاکستان کې د میشتو افغانانو د استازو سره په خپل استوګنځي کې خپلو خبرو او لیدو کاتو ته دوام ورکړ.

فیضي وایي چې په زیات شمیر افغانانو جمهور رئیس غني سره د شنبې په ورځ وکتل.

ښاغلي غني د پاکستان د حکومتي چارواکو سره د رسمي خبرو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د کرکیټ د الف ډلو ترمنځ د پنځلس اورونو د سیالۍ د لیدنې په وخت هم د پاکستان د صدراعظم میا نوازشریف سره خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر امریکا غږ ته ددغو کتنو په باب وویل چې کتنې ښې وې.

ښاغلي اتمر وویل"ګټورې ناستې او مهم مجلسونه ترسره شوي، هیله لرو چې د افغانستان راتلونکي لپاره ښه پیغامونه ولري".

اسلام اباد ته د ښاغلي غني ددغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان مشرانو ژمنه وکړه چې په خپلو کې به دفاعي او سرحدي ستونزې هواروي.

ددغو کتنو په پای کې جمهور رئیس غني د دواړو هیوادونو د اړیکو پر لا غښتلتیا او په دواړو هیوادونو کې د سولې په راوستلو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل "موږ په دې خبرې وکړې چې باید تېر وخت ته ور ونه ګرځو. موږ باید خپل تېر وخت پرېنږدو چې زموږ راتلونکی خرابه کړي. موږ د سولې د راوستلو لپاره هر اړخیز مذاکرات پیل کړل چې امنیتي اړخونه په کې شامل دي".

د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف وویل چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ننګه کوي او په دغه هیواد کې به په بیخ بنایي پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي

ښاغلي شریف وویل "زموږ هیوادونه د ترهګرۍ او افراطیت پر ستونزو سربیره د امنیتي او جنايي پیښو له ننګوونې سره مخامخ دي.ډاډمن یم چې موږ په ګډو هڅو او پیاوړي هوډ سره پر دغو ستونزو لاسبری کیدی شي".

جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمهور رئیس ځانکړی استازی احمد ضیا مسعود، د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال انجینر محمد خان، د بهرنیو چارو، مالیې، د سوداګرۍ او صنایعو، پوهنې، سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیران او هم د جمهور رئیس د دفتر او چارو د ادارې رئیس، د افغان پوځ لوی درستیز، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د جمهوري ریاست ویاند ملګرتیا کوله.

XS
SM
MD
LG