د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ۴۰ سلنه بودیجه نده مصرف کړې


جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د تیرې ورځې راهیسې د ملي شورا له غړو سره د خبر لړۍ پیل کړې ده.
جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د تیرې ورځې راهیسې د ملي شورا له غړو سره د خبر لړۍ پیل کړې ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله د افغانستان د ملي شورا له غړو سره د افغان حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د روانو غونډو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ دوهمه غونډه وکړه.

جمهور رئیس غني دې غونډې ته وویل چې د انکشافي پروژو لپاره د پیسو پیداکول یوه ستونزه او په وخت یې لګول بله ستونزه ده چې په کار دي په اړه یې اساسي اقدامات وشي.

جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو په ملتیا د تیرې ورځې راهیسې د افغانستان د ملي شورا له غړو سره په نوبتي توګه د ناستو یوه لړۍ پیل کړې چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.

جمهور رئیس غني ددغو غونډو په دوهمه ورځ وکیلانو ته د حکومت او ملي شورا ترمنځ د نږدې ملګرتیا ډاډ ورکړ او د ۱۳۹۵ مالي کال د بودیجې د تصویب له امله یې له هغوی مننه وکړه.

ښاغلي غني په روان هجري شمسي کال کې د وزارتونو او نورو ادارو له خوا په کمه کچه د بودیجې د مصرف مسله هم یاده کړه او وې ویل چې د پیسو پیداکول یوه ستونزه او نه مصرف یې بله ستونزه ده.

جمهور رئیس وویل " یو داده چې پیسې پیدا کول یو شی دي، پیسې مصرف کول بل شی دي، ښه خبره داده چې د مالیې وزیر صاحب درته وایي چې پیسې مو پیدا کړي دي، بده خبره یې دا وه چې تیرکال یوازې ۵۵٪ بودیجه مصرف شوې، نوسږکال ډیر اساسي اقدامات په کار دي، چې بودیجه مصرف شي او له دې خبیثې حلقې څخه ووځو".

د افغانستان ولسي جرګې دمخه تر دې چې ژمنۍ رخصتۍ پیل کړي د ۱۳۹۵ مالي کال ملي بودیجه چې نږدې نهه نیم میلیاردو ډالرو ته رسیږي، د رایو په اکثریت تصویب کړې وه.

د افغانستان د نوي مالي کال عادي او انکشافي بودیجه ۶۹۰.۶۶۱ میلیاردو افغانۍ ده چې د ۹.۵۵۰ میلیاردو امریکایي ډالرو سره برابري دي.

ددغو پیسو ۴۴۴.۶۰۶ میلیارده افغانۍ یې عادي بودیجه او ۲۴۶.۰۵۳ میلیارده یې انکشافي بودیجه ده.

د افغانستان د عادي بودیجې د یوې برخې ترڅنګ د دغه هیواد انکشافې بودیجه په بشپړه توګه د بهرنیو مرستو څخه تمولیږي چې کله کله د یو کال څخه بل کال ته د بودیجې پاتې کیدل د مرسته ورکوونکو موسسو له خوا د جنجالونو سره مله وي.

په افغانستان کې مالي کال د جدي میاشتې څخه پیل کیږي او د قوس د میاشتې په وروستۍ ورځ پای ته رسیږي.

د افغانستان پارلمان ته په کار دي چې د ژمي د رخضتیو وړاندې بودیجه تصویب کړي.

امنیتي اندیښنې

دې غونډې ته د افغانستان اجرائیه رئیس په خپله وینا کې د افغانستان د ملي شورا د یو شمیر غړو د اندیښنو په باب چې له یو شمیر سیمو د افغان امنیتي ځواکونو د راتلو وروسته ورته پیدا شوي هم خبرې وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د پریکړې له مخې افغان امنیتي ځواکونه یو شمیر هغه پوستې شاته پریږدي چې وسله والو مخالفانو ته یوازې د یو هدف بڼه نیولې ده.

اجرائیه رئیس دا انګیرنې په کلکه ردې کړې چې ګونډې دا سیمې په لوی لاس د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته پریښودل کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل " د ملي امنیت په شورا کې دې پریکړې ته ورسیدلو هغه پوستې چې په انفرادې توګه د دفاع وړ نه هم دي او یوازې دښمن ته یو هدف کیدلی شي، دغسې پوستې دې په مرکزونو کې ځای پرځای شي ترڅو دا قطعې تحرک ولري او د تلفانو مخه هم ونیول شي ".

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې ټولې دغسې انفرادي پوستې به د ولسوالیو مرکزونو ته ولیږدول شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي شورا د غړو سره د جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د لیدو کتو په پای کې د یکشنبې په ورځ ښاغلي غني په رسیمي ډول د افغانستان ملي شورا نوی تقنیني کال په خپله وینا سره پرانیزي.

XS
SM
MD
LG