د لاس رسي وړ اتصالات

غني: وسله‌وال مخالفین جهادیان نه بلکې ترهګر دي


جمهوررئیس غني نن په ارګ کې شهیدانو د اونۍ په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله.
جمهوررئیس غني نن په ارګ کې شهیدانو د اونۍ په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر یوځل بیا په افغانستان کې د خپلې ډلې روانه مبارزه مشروع او برحقه ګڼلې، خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې تروریستي ډلې د اسلام له دین سره پردۍ دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې، چې نن په پنځو ژبو کې رسنیو ته استول شوی ویلي، په افغانستان کې د طالبانو وسله‌واله جګړه برحقه او پر شرعي اصولو ولاړه ده.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې له اسلامي هیوادونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې له مبارزې ملاتړ وکړي او خپل اسلامي مسؤولیت پرځای کړي.

مولوي هبت‌الله اخندزاده ویلي "زموږ مبارزه کومه نامشروعه جګړه یا په ناروا اغراضو بنا بغاوت نه دی اونه هم له شرعي فتوا پرته محض دجذباتو ښکاره کول دي؛ بلکي زموږ په هیواد یرغل شوی او زموږ د اولس د دین، فکر او استقلال خوښوونکي مزاج په خلاف یو اسلام ضد، پردیپال او ګوډاګی نظام د ټانک، توپ او طیارې په زور زموږ په هیواد تپل شوی دی".

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې له خپلو وسله‌والو څخه غوښتي چې عام‌المنفعه ځایونو ته زیان ونرسوي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او د دیني او عصري زده کړو ودې ته پاملرنه وکړي.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې نن یې په ارګ کې د 'شهید اونۍ' په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل، وسله‌وال مخالفین جهادیان نه بلکې ترهګر دي او دغه ډلې د اسلام له دین څخه پردۍ دي.

ولسمشر غني وویل "دوی د اسلام د مبین دین له فرمایشاتو نه پردي دي، ټولو علمای کرامو فتوا ورکړې، پر دې سربیره د مکه‌‌ ی معظمه نه تیر کال فتوا ووتله چې دا جهادیان نه دي، دا دهشتګر دي".

د افغانستان د ولسمشر پر وینا د حکومت وسله‌والې مخالفې ډلې د افغان ماشوم د برخلیک د ورانولو او په بمونو باندې د سپینږیرو د الوزولو لپاره هیڅ شرعي دلیل نه لري.

هغه وویل، اسلام په هیڅ ځای کې ځانمرګو بریدونو ته جواز نه دی ورکړی.

د طالبانو سیاسي هڅې

مولوی هبت‌الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو پوځي او سیاسي فعالیتونو ته په اشارې ویلي، چې دغې ډلې د پوځي فعالیتونو تر څنګ د افغانستان د لانجې د حل لپاره خپلې سیاسي هڅې هم جاري ساتلي او د همدې هدف لپاره یې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیستلی دی.

مولوي هبت‌الله په خپل پیغام کې ویلي " مونږ غواړو له نړیوالو سره اړیکي ولرو او زموږ په اړه ورسره شته پوښتنې او تشویشونه یې رفع کړو، ترڅو په راتلونکي کې خپل هیواد د نورو له ضرر څخه وساتو اوهم زموږ له هیواد څخه نورو ته ضرر ونه رسیږي".

د طالبانو مشر په داسې حال کې په خپل اختریز پیغام کې د سیاسي هلو ځلو له لارې د افغانستان د ستونزې د حل یادونه کړې، چې د افغانستان حکومت په وار وار له دغې ډلې څخه غوښتي چې ورسره د سولې مخامخ خبرو ته کښېني، خو طالبانو تل د افغان حکومت دغه غوښتنه رد کړې او د خبرو د پیل لپاره یې شرطونه ایښي دي.

XS
SM
MD
LG