د لاس رسي وړ اتصالات

غني نړیوالې ټولنې ته: د فساد پر ضد د قاطع دریځ ډاډ درکوم


د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) غونډه کې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ژمنو په اړه دواړه خواوې یو بل ته حساب ورکوي
د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) غونډه کې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ژمنو په اړه دواړه خواوې یو بل ته حساب ورکوي

د افغانستان ولسمشر وايي، سره له دې چې افغان حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي، خو لا هم په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې حکومت یې د فسا پر ضد قاطع دریځ لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ د کورنیو او بهرنیو جګپوړو استازو (سام) غونډې ته وینا کوله وویل، حکومت یې د فساد د له منځه وړلو مسولیت په غاړه لري او دغه هدف ته د رسیدو لپاره یې، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړ کړی دی.

د ښاغلي غني پر وینا، د دغه مرکز له لارې تر دې مهاله د اداري فساد اړوند ۳۰۰ دوسیې څیړل شوي دي او د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي چې د خلکو له اعتماد څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله، محکوم او زندان ته استول شوي دي.

ښاغلي غني دغه راز د فساد پر ضد د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د جوړولو یادونه وکړه او وویل "هره ورځ د فساد په اړه د خبرو اوریدل موږ زوروي، زموږ خلک ترې کرکه لري، ځوانان، ښځې او په ځانګړې توګه بې‌وزله خلک، زموږ د ټولنې دا درې لویې کټګورۍ ترې کرکه لري، زه ترې کرکه لرم، زه غواړم تاسې ته ډاډ درکړم، نه یواځې نړیوالې ټولنې ته، بلکې همکارانو، دوستانو، مدني ټولنې او د افغانستان خصوصي سکتور ته (ډاډ ورکوم)، چې د فساد پر ضد زموږ دریځ قاطع دی".

د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ژمنو په اړه د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) غونډه
د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ژمنو په اړه د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) غونډه

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې افغانستان د لندن په کنفرانس کې د خپلو ژمنو پر بنسټ، د فساد د عاملینو د لرې کولو لپاره، د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي جوړه کړې ده.

دغه ستراتیژي پنځه برخې رانغاړي، چې په کې سالمه رهبري، په امنیتي سکتور کې اصلاحات، د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې د مجرمینو تعقیبول او د اداري اصلاحاتو له لارې په شفافه توګه د مالي چارو او د استخدام د پروسې سم مدیریت په کې شامل دي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت یو جدي لومړیتوب دی او په دې برخه کې ۹ امنیتي او مالي ادارې په جدي توګه کار کوي. هغه زیاته کړه، چې د مدني ټولنې او خصوصي سکتور بنسټونه له دغه بهیر څخه څارنه کوي.

د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) غونډه، چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه او لا هم دوام لري، په کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ژمنو په اړه افغان حکومت او نړیواله ټولنه یو بل ته حساب ورکوي.

XS
SM
MD
LG