د لاس رسي وړ اتصالات

غني: تحمیل شوي جنګ ته په جنګ ځواب ورکوو


ولسمشر غني وايي افغانان یوازې د ځان لپاره نه بلکې د نړۍ لپاره هم قربانې ورکوي
ولسمشر غني وايي افغانان یوازې د ځان لپاره نه بلکې د نړۍ لپاره هم قربانې ورکوي

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي چې جنګ په افغانستان تحمیل شوی دی خو د افغانستان خلکو او دولت ټینګه اراده کړې چې دغسې یوه تحمیل شوي جنګ ته به تسلیم نه شي.

د افغانستان جمهورئیس محمد اشرف غني چې د کروشیا د جمهوررئیسې میرمن کولیندا ګرابرکیتاروویچ سره یې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې یو ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې د سولې هدف همغسې د افغان حکومت د یو هدف په توګه پاتې کیږي.

ښاغلي غني وویل " تحمیل شوي جنګ ته په جنګ ځواب ورکوو پرته له دې چې د سولې مقدسه هیله له یاده وباسو فکر کوم له زیات څه ویلو ته اړتیا نشته دی".

د افغانستان جمهورئیس وویل چې افغانان د ټولو هغو خلکو لپاره چې په نړۍ کې د یو قانون منونکي نظام ملاتړ کوي جنګ کوي .

ښاغلي غني وویل " نن تر ټولو بد عملونه د هغو کسانو له خوا تر سره کیږي چې بیخي له مونږ سره هیڅ اړیکې نه لري ،کله چې سر پرې کوي دوی د افغانستان او افغانانو سره کوم مشکل نه لري د همدې له امله مونږ دې ته اړتیا لرو چې د یو منسجم او متحد ملت په توګه دا ګواښونه وارزو او له منځه یې یوسو".

جمهوررئیس غني وویل چې د خوښې خبره دا ده چې په تیرو لسو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو د خپلو وینو په بدل کې په ډیرې زړورتیا یو لړ اقدامات ترسره کړي دي او دا خاوره یې ساتلې ده.

ښاغلي غني وویل " په دې سختو اوسنیو شرایطو کې زه د دې ویاړ لرم چې زه د افغانستان د وسله والو ځواکونو د عالي قوماندان په توګه کار کوم د افغانستان د عالمانو څخه چې زمونږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یې دفاع کړی او دوی ته یې فتوا ورکړې چې د افغانستان له خاورې او زمونږ د خلکو له حقه حقوقو دفاع وکړي مننه کوم".

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا غږ د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د سولې په ټینګیدلو کې د پاکستان د ونډې په باب وویل چې د هر څه لومړی په کار دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیارلس کلنه نا اعلان شوې دښمنې له منځه لاړه شي او بیا په دې برخه کې پرمختګ شونی دی.

ښاغلي غني وویل " د ګواښونه بڼه بدله شوې ده، پاکستان ګواښل شوی او افغانستان ګواښل شوي د افغانستان ګاونډیان له هندوستان څخه تر اذربیجان او روسیې پورې د ګواښونو سره مخ دي دا ګواښونه په پاسپورټ کې نه دي او نه هم په یو ځانګړې سرحد کې موندل کیدای شي دغو ګواښونو سره مقابله بل ډول لری لید او بل ډول د همکاریو تنطیمیدو ته اړتیا لري".

جمهوررئیس غني وویل د نظام چپه کیدل ټول سیستم د کمزورتیا سبب ګرځي.

جمهوررئیس غني وویل چې د یو داسې لری لید سره په هڅو بوخت دی چې هیله ده په ترڅ کې به یې دا هیواد یو ځل بیا د جنوبي او مځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو په مرکز بدل شي.

دغې خبري غونډې ته د کروشیا جمهوررئیسې په خپلو خبرو کې افغانستان سره د خپل هیواد د اوږدو مرستو او همکاریو یادونه وکړه وویل چې د ۲۰۰۶ را په دیخوا چې دا واک ته رسیدلې څو ځله یې افغانستان سفر کړی دی.

میرمن کولیندا ګرابرکیتاروویچ وویل " لومړی ځل چې زه دلته راغلم د دې هیواد او د دې خلکو سره مې مینه پیدا شوه ، زه هرکله چې راځم لکه د یو دوست او خپل دوهم کورته جې راغلې یمه".

د کروشیا جمهوررئیسې وویل چې د ۲۰۰۶ را هیسې د سولې، ښونې روزنې او امنیت په برخو کې د افغانانو د حقوقو لپاره په نړیواله کچه کار کوي.

کروشیا د تیرو اوږدو کلونو لپاره د ناټو په مشرۍ د ایساف په ځواکونو کې برخه لرله اوس ددغه هیواد ۹۱عسکر د قاطع ملاتړ په ماموریت کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG