د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرغني: ۶۰٪خلک په افغانستان کې غذایي مصونیت نه لري


ولسمشر غني نن د کابل اولسم نړیوال کرنیز نندارتون د پرانیستلو او د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسموکې وینا کوله.
ولسمشر غني نن د کابل اولسم نړیوال کرنیز نندارتون د پرانیستلو او د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسموکې وینا کوله.

افغان ولسمشر نن د افغانستان د کرنیز نړیوال نندارتون د پرانسیتې غونډې ته په وینا کې وویل، چې اوس هم تر ۱۵ فیصدو پورې خلک په دغه هیواد کې پرته د خوړو ویده کیږي.

ولسمشر غني وویل، دا مهال په افغانستان کې له ۴۹ فیصدو څخه نیولې تر ۶۰ فیصده سیمو کې خلک د غذايي مصؤنیت له پلوه مصون نه دي.

د ښاغلي غني پر وینا افغانستان پراخې شاړې ځمکې لري، چې د اوبو د ناسم مدیریت له امله هیڅ ډول ګټه ترې نه اخیستل کیږي.

هغه ټینګار وکړ، چې د اوبولګولو لپاره باید جدي اقدامات ترسره شي، چې پر وینا یې د شاړو ځمکو په ابادولو کې مرسته وکړي، ترڅو افغانستان د کرنیزو حاصلاتو له پلوه پر ځان بسیا او لوږه ختمه شي.

ښاغلي غني په دې برخه کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بزګرو ښځو د هلو ځلو په نتیجه کې نسبي غذايي مصؤونیت رامنځ ته شوی دی.

همداشان د افغانستان ولسمشر په تیرو کلونو کې د کرنې په سکټور کې د افغانستان د کرنې وزارت لاس ته راوړنې وستایلې، خو ویې ویل چې لا هم دا وزارت د اوبو د مدیریت او لګولو په برخه کې بریالی شوی نه دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل اولسم نړیوال کرنیز نندارتون د پرانیستلو او د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسموکې چې د کابل ښار د بادام باغ په سیمه کې جوړ شوي وو، وویل، د افغانستان د اوبو مدیریت د دغه هیواد د کرنې په وده کې بنسټیز رول لري.

د رسمي شمیرو له مخې، په اوس وخت کې افغانستان لږ تر لږه ۲۶ میلیارد متر مکعب اوبه لري، خو لا هم دغه هیواد د اوبو د مدیریت او اوبو لګولو لپاره منظم سیستم نه لري.

ولسمشر غني وویل، د اوبو مدیریت د حکومت په لومړیتوب کې ځای لري او د همدې لپاره یې په افغانستان کې د اوبو د بندو جوړولو لپاره لاس په کار شوی دی.

ښاغلي غني وویل "اوس د وزارت کار دی، په دې برخه کې په خواشینۍ سره د کرنې وزارت بریالی نه دی، مکمل یو کال یې ضایع کړی دی".

د افغانستان اقتصادي عالي شورا، چې ولسمشر غني یې مشري په غاړه لري، په روان کال کې د اوبو لګولو ۱۱۰ پروژې منظورې کړې دي او د اوبو لګونې ۹۰ نورې پروژې د کرنې وزارت له خوا منظورې شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر په دغو مراسمو کې وویل، د اوبو لګولو د شاوخوا ۲۰۰ پروژو له شمیرې تر اوسه یو دیرش پروژې بشپړې شوي او په پاتې نورو پروژو کار دوام لري.

له کلیوالو ښځو څخه ملاتړ

د کابل د نړیوال اولسم کرنیز نندارتون د پرانیستلو سربیره د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ هم ولمانځل شوه.

دا ورځ په داسې حال کې نن ولمانځل شوه، چې دا مهال اکثره کلیوالې ښځې د افغانستان په کلیو او بانډو کې د کرنیزو حاصلاتو عمده تولیدونکې دي.

سره له دې هم لا تر اوسه په کلیوالو ښځو د پام وړ پانګونه نه ده شوې.

د هغو شمیرو له مخې چې نن د افغانستان ولسمشر په دغو مراسمو کې وړاندې کړې، په هرې افغان ښځې له څلور زرو څخه نیولې تر شپږ زرو افغانیو پورې افغان دولت پانګونه کړې ده.

ولسمشر غني وویل ښځې د افغانستان په کرنه کې مهم رول لري او زیاته یې کړه "پر کلیوالو ښځو به د پام وړ تمرکز وشي، دا برنامه به په ټول افغانستان کې عملي شي، موږ په تاسو باور لرو او درباندې پانګونه کوو".

د افغان ولسمشر پر وینا، هر ګام چې بزګرې ښځې پورته کوي، دا هیواد پر ځان د بسیا کیدو په لور بیایي.

د کابل په اولسم نړیوال کرنیز نندارتون کې د مختلفو کرنیزو او صنعتي محصولاتو ۲۳۲ غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي، چې له دې شمیرې ۵۷ غرفې یې د ښځو دي.

XS
SM
MD
LG