د لاس رسي وړ اتصالات

غني: صادراتو او وارداتو کې ناانډولتیا افغانستان ته ستر ګواښ دی


نمایشگاه ابرقهرمانها در واشنگتن - لباس سوپرمن که «جرج ریوز» آن را در سریال «ماجراهای سوپرمن» بین سالهای ۱۹۵۲ تا ۱۹۵۸ پوشید، در این نمایشگاه قرار داده شد. سوپرمن اولین ابرقهرمان کمیک است.
نمایشگاه ابرقهرمانها در واشنگتن - لباس سوپرمن که «جرج ریوز» آن را در سریال «ماجراهای سوپرمن» بین سالهای ۱۹۵۲ تا ۱۹۵۸ پوشید، در این نمایشگاه قرار داده شد. سوپرمن اولین ابرقهرمان کمیک است.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د شپږو تولیدي فابریکو د بنسټ د ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې د وینا پروخت وویل، چې د سیاسي پلوه افغانانو تل له خپلې خاورې دفاع کړې، خو هغوی د اقتصادي استقلال څخه برخمن نه وو.

ولسمشر غني وویل، ستر اهداف باید ساده، عام فهمه او د اجرا‌‎َ‎ وړ وي.

ولسمشر غني وویل، چې په افغانستان کې لوږه، " اداري کثافت" او نشه یې توکې شته دی، خو وویل چې باید دا هیواد د وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد بدل شي.

ولسمشر غني وویل، افغانانو تل له خپل سیاسي اسقلال څخه دفاع کړې، خو هیڅکله هغوی له اقتصادي استقلال څخه برخمن شوي نه دي.

ولسمشر غني وویل " د افغانستان دوامداره ستونزه زما له نظره ستر ګواښ د صادراتو او وارداتو ترمنځ ناانډولې ده".

د افغان حکومت او نړیوالو ادارو د شمیرنو له مخې په اوس وخت کې د افغانستان ۳۹ فیصده اوسیدونکي د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتیدلو له امله په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې د پانګې اچونې بهیر ټکنی کړی او پانګوال یې وطن پریښودلو ته اړکړي دي.

الکوزي ګروپ پانګونه

ولسمشر غني نن د الکوزي کمپنیو ګروپ د ۳۵۰ ملیونو ډالرو په ارزښت د شپږو نویو فابریکو د بنسټ ډبره کېښوده.

ددغو فابریکو په جوړیدلو سره به دوه زره کارکوونکو ته په مستقیمه توګه او لس زره نورو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

الکوزي ګروپ په دغه نوې پانګونه کې د المونیم قوطیو، دغذايي موادو تولید، د کارتنونو جوړولو اود کاغذي دسمالونو د جوړولو فابریکې شاملې دي.

همداشان نن دغه ګروپ د افغانستان د بریښنا، اوبو او انرژۍ وزارت سره د سروبې د بریښنا د بند د بیارغونې او ددغه بند د بریښنا د تولید ظرفیت د لوړولو یو تړون هم لالسیک کړی دی، چې له مخې به یې د سروبې د بریښنا د بند د تولید ظرفیت ۱۸۰ میګاواټو بریښنا تولید ته لوړ شي.

په اوس وخت کې ددغه بند د بریښنا یو توربین فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG