د لاس رسي وړ اتصالات

غني: نور یوازې افغان ځواکونه د قوې د استعمال حق لري


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ارگ کې یوې غونډې ته د وینا په حال کې
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ارگ کې یوې غونډې ته د وینا په حال کې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالو ځواکونو افغان قواوو ته د امنیت د انتقال د بهیر د بشپړولو په غونډه کې وویل چې له دې وروسته د مشروع قوې انحصار د افغان ځواکونو په غاړه وي.

ولسمشر اشرف غني چې د ارګ په ماڼۍ کې د امنیت د انتقال د بهیر د بشپړولو په نمانځنغونډه کې خبرې کولې وویل چې له دې وروسته به افغان ځواکونه د ټولو امنیتي چارو مسؤلیت په غاړه ولري.

ولسمشر غني له نړیوالو ځواکونو نه د امنیت د لېږد د بهیر په بشپړولو افغان امنیتي ځواکونه وستایل او یو لړ امتیازات یې هم ورته ومنل.

پدغو امتیازاتو کې ټولو هغو ساتنمنانو او بریدمنانو ته چې په افغان امنیتي ځواکونو کې یې پنځه کاله تیر کړي وي او ترفیع یې نه وي اخېستي، یوه ترفیع ورکړه، ترڅنګ د امنیتي ځواکونو لپاره د مسکن د جوړولو ژمنه وکړه، دا ډول یې وویل چې ساتنمنانو او بریدملانو ته به هم د ترفیع په شرایطو فکر وکړي، ولسمشر وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو وژل شوو او معلولینو ته به هم د مرستو وجهي صندوق پرانیزي.

ولسمشر وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د کوچني سیاست لپاره نه کارول کیږي او کوم اصلاحات چې په امنیتي ځواکونو کې راځي، سلیقوي به نه وي.

ولسمشر د امنیتي ځواکونو مشرانو ته وویل‪"‬ د مشروع قوې انحصار نور ستاسې په لاس کې دی، تاسې د ملي نوامیسو ساتونکي یاست، د مشروع قوې استعمال مشکل کار دی، ستاسې ټول اعمال به د قانون په چوکاټ کې وي، په هیڅ ډول فشار حالت کې شکنجې ته لاس مه اچوئ.‪"‬

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ نننۍ لومړنۍ ورځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د جګړه ایز ماموریت پای او د ناټو د نوي ماموریت چې قاطع ملاتړ یاديږي، د پيل ورځ ده، پدغه غونډه کې افغان ولسمشر له نړیوالو وغوښتل چې له دې وروسته په نوي ماحول کې د لاسلیک شوو تړونونو په اساس باید همکاري عمل بڼه غوره کړي.

ولسمشر غني پداسې حال کې چې پدغه غونډه کې د امریکايي او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمپبل هم ناست وو، وویل ‪"‬مونږ په یوه نوي ماحول کې یو، په نوي ماحول کې ګډو خطرات سره مخ یو، ستاسې بچي بېرته په خیر خپلو کورونو ته لاړ، له هر یوه نه مننه کوو، زمونږ بچي لا هم مصؤن ندي، هره ورځ د نړۍ ښیګڼې ته قرباني ورکوو. پدې نوي ماحول کې زمونږ او ستاسې همکاري د موافقتنامو په اساس هر اړخیزه شي او د عملي جامه واغوندي.‪"‬

له ترهګرۍ سره مبارزه او سوله

ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته په خپله ویناء کې وویل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او هیڅ چاته ددې اجازه نه ورکوي، چې د ترهګرو په نیولو سره له زندانونو نه د رشوت په مقابل کې خوشې شي.

خو ولسمشر وویل چې تلپاتې سوله د افغانانو غوښتنه ده، او د سولې لپاره یې نړیوالو شرایط برابر کړي او په منطقوي شرایطو باندې کار کوي.

سیمه او ګاونډي هیوادونه

ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې ګاونډیانو او د سیمې هیوادونه ګډو همکاریو ته وبلل وې ویل د سیمه دولتونه یو اختیار لري، یا په ګډه د نیکمرغۍ او ثبات خواته لاړ شي او یا په ګډه د غرق کېدو په لور

ولسمشر لږ په تنده لهجه وویل افغانستان څوک غرق کولی نه شي، دا خاوره سقوط نه کوي، افغانستان به تل وي.

هغه وویل اسیا له مونږ پرته سولې او ثبات ته نه شي رسېدی. زیاته یې کړه چې د افغانستان اینده د نورو د تصمیمونو قرباني کولی نه شي.

ولسمشر وویل په درېیو کلونو کې د لاجورد د لارې په ایجاد به افغانستان د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې له اروپا سره اتیا په سلو کې سوداګریزې راکړې ورکړې کولی شي.

د امنیتي لېږد د بشپړېدو د نمانځنغونډې پدې مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي یووالي د حکومت لوړ پوړو غړو هم برخه اخېستې وه.

ولسمشر ځینو افغان امنیتي افسرانو ته مډالونه هم ورکړ.

XS
SM
MD
LG