د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هر غل چې د بلخ امنیت خرابول غواړي مزار یې ځای نه دی


جمهور رئیس غني د جمعې په ورځ د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته تللی دی.
جمهور رئیس غني د جمعې په ورځ د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته تللی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې د تیرې جمعې په ورځ د بلخ ولایت ته تللی، د شنبې په ورځ (تلې ۱۴ مه) د دغه ولایت د حکومتي ادارو د چارواکو او مخورو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هیچا ته به د بلخ د امنیت د خرابولو اجازه ورنکړي.

جمهور رئیس غني وویل"هر غل چې غواړي د بلخ امنیت خراب کړي، ورته وایم غره ته لاړشئ، ځانونه سیندونو ته واچوئ، مزار ستاسو ځای نه دي په ټول شدت به مو په مقابل کې عمل وشي."

هغه زیاته کړه چې د بلخ قطعه به قوي کیږي او د دغه ولایت پر والي یې غږ وکړ چې دا قطعه به په اختیار کې وي، تر څو د جمهور رئیس غني پر وینا هر غل او ... په شدت وځپئ؛.

جمهور ریس وویل چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د امنیت په اړه ځانګړې توجه وشي.

جمهور رئیس اشرف غني دا هم وویل پخوا تهدیدات بل ډول و، له اوسنیو تهدیداتو سره فرق لري اوس چې یو مثلث په فاریاب، جوزجان او سرپل کې دی چې بلخ تر تهدید لاندې راولي، بل مثلث بغلان، سمنګان او کندوز کې دی چې د جدي توجه لاندې دی.

جمهور رئیس اشرف غني وویل، په افغانستان کې د روانې وچکالۍ اثرات ځکه نه لیدل کیږي چې اوس دا هیواد له ډیرو نورو هیوادونو سره وصل شوی دی.

جمهور رئیس غني وویل، چې که افغانان یو شي هیڅ قوت نه لیدل کیږي چې هغوی ته ماته ورکړي.

هغه زیاته کړه افغانانو چې زیان لیدلی د خپلو لنډو فکرونو او وړو رقابتونو له وجې یې لیدلی دی.

ښاغلي غني وویل " د افغانستان په خلکو کې هیڅ لوی اختلافونه نشته، د یو څو چوکیو په خاطر د خدای لپاره افغانستان مه خرابوئ".

هغه په بلخ کې د شعیه او سني د اتفاق یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې هغه پرې افتخار کوي.

جمهور رئیس غني وویل، چې له انتخاباتو پرته ولس سالار نظام نه شي راتلای، او انتخابات به په خپل تاریخ چې اساسي قانون کې ذکر شوی کیږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، چې د ولسي جرګې، ولایتي شورا او جمهوري ریاست کامیاب انتخابات د قانونیت ضامن دي.

ښاغلي غني وویل " د چوکۍ کلک نیول هغه عرف دی چې باید له منځه ولاړ شي، مونږ ټول خادمان یو او افتخار لرم چې معلمان دلته شته د معلم ورځ ورته مبارک وایم لکه د مالیې له وزارت څخه چې لاړم او معلمي مې وکړه همدارنګه له جمهوري ریاست څخه لاړ شم او معلمي وکړم".

جمهور رئیس غني د جمعې په سهار له کابل څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارته د یولوړپوړې پلاوي په مشرۍتللی دی.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل هم ملګرتیا کوي

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG