د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې څه باندې ٧٩زره کسان د دندو لپاره ازموینه ورکوي


د ښوونکو او ملکي خدمتونو د بستونو د ازموینې بهیر د چهارشنبې په ورځ (چنگاښ ٧) په کابل کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په وینا پیل شو. پدې بهیر کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون له خوا پرمخ بیول کیږي د دوو ورځو په ترڅ کې د ٧٩ زرو ٣۴٠ تنو څخه ازموینه اخیستل کیږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون درې میاشتې وړاندې ۱۷۷۰۰ بستونه چې ۸۷۰۰ یې د ښوونکو لپاره وو، اعلان کړل.

د دغو بستونو لپاره دوه سوه زره کسانو له ۳۴ ولایتونو څخه خپل غوښتنلیکونه ورکړل، چې اتیا زره پکې ښځې دي.

د اداري اصلاحاتو کمیسیون مشر احمد نادر نادري هم د دې پروسې په روڼتیا ټینګار وکړ. ښاغلي نادري وویل "پخوا به د ښوونکو بستونه خرڅیدل او یا به هم زورواکو او سیاسیونو خپل د خوښې کسان ګمارل اوس دا چاره ختمه شوې ده".

جمهور رئیس غني بیا په غونډې کې وویل چې افغان حکومت له بلې هرې برخې ډیر د ښوونې او روزنې په نظام کې روڼتیا او ښایسته سالارۍ ته ژمن دی.

ښاغلي غني د ښوونې په نظام کې بدلون د راتلونکو نسلونو د ښه ژوند متضمن وګڼه او ویې ویل، چې په دغه نظام کې باید هیڅ ډول فساد او خیانت ترسره نه شي.

جمهور رئیس غني وویل "فساد که په نورو ځایونو کې وي شاید زموږ یو څو پیسې ضایع شي خو په ښوونې وزارت کې فساد د نسلونواو باور له منځه وړل دي".

ښاغلي غني همدارنګه د ازادو سیالیو له لارې د آزموینې اخیستل د نجونو او هلکانو تر منځ مساوات او برابري وګڼله. په دغه آزموینه کې له اته زره بستونو څخه نیم بستونه ښځو ته ځانګړي شوي دي.

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې حکومت د ښځینه ښوونکو ملاتړ کوي.

هغه وویل، دا کار به د راتلونکو نسلونو په روزلو کې بنسټیز بدلونونه راولي.

ښاغلي غني وویل"زه ستاسو مخه ته ځکه دریدلی یم چې زما نیا تعلیم یافته وه او په تعلیم یې باور درلود".

د ښوونکو د پنځمې او شږمې رتبې دغو اته زره بستونو لپاره نیږدې یو نیم سل زره کسانو غوښتنلیکونه سپارلي دي.

چې د هر یوه بست لپاره به سل کسان سره سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG