د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: د سر په بیعه اصلاحاتو ته دوام ورکوم


جمهور رئیس غني د خواجه رواش د پروژې د پرانیستلو پر وخت د خصوصي سکټور څخه د کورونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه
جمهور رئیس غني د خواجه رواش د پروژې د پرانیستلو پر وخت د خصوصي سکټور څخه د کورونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي په حکومت کې د اصلاحاتو له روان بهیر څخه یو ځل بیا ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې که دا اصلاحات هغه ته د سر په بیعه هم تمام شي ورته به دوام ورکړي.

ښاغلي غني وویل"دلته تغیرات ضرور دي اصلاحات ضرور دي، الکوزی صاحب ډار مه کوه دا هغه ولسمشر نه دی چې له اصلاحاتو څخه وتښتي دا هغه ولسمشر دی چې حاضر دی د اصلاحاتو څخه خپل سر قرباني کړي".

جمهور رئیس غني نن د جمعې په ورځ له غرمې وړاندې د خپلې میرمنې رولا غني بي بي ګل سره یوځای د کابل ښار په شمال ختیځ کې د خواجه رواش په نوم د استوگنې یوه ستره پروژه پرانیستله.

دا پروژه چې ۷۸ بلاکونه او د استوگنې ۲۰۱۴ اپارتمانونه لري، د افغان حکومت او د خصوصي سکټور په ګډه پانګونه جوړه شوې چې د ښارجوړولو د وزیر سعادت منصور نادري په وینا پرې نږدې ۹۲ میلیونه امریکایي ډالر لگیدلي دي.

جمهور رئیس غني د خواجه رواش د پروژې بشپړیدل په خصوصي سکتور او حکومت باندې د خلکو د باور په غښتلي کیدو کې مهم وگڼل
جمهور رئیس غني د خواجه رواش د پروژې بشپړیدل په خصوصي سکتور او حکومت باندې د خلکو د باور په غښتلي کیدو کې مهم وگڼل

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د استوگنې د کورونو د ستونزې حوارول د خپل حکومت په لومړیتوبونو کې یاد کړل او ویې ویل چې پخپله یې د راستنیدونکو افغانانو او بې ځایه شویو کورنیو لپاره د کورونو د برابرولو په برخه کې یوه ځانګړې طرحه جوړه کړې ده.

ښاغلي غني د دغې پروژې بشپړیدل په افغان حکومت، خصوصي سکټور او خلکو باندې د باور د پیدا کیدو په برخه کې مهم وگڼل.

جمهور رئیس وویل "لاره اوږده ده اما که اول قدم مطمئن نه وي او اعتبار نه وي نور قدمونه نشو اخیستلی، نو ځکه دا پروژه ډیره ضرور وه او دا پروژه ماته امتحاني پروژه وه، امتخان په دې و، چې هغه اعتبار چې ولس له لاسه ورکړی و بیرته یې ترلاسه کولای شو او که نه".

د کورجوړولو د دې پروژې کار د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په دوره کې څلور کاله وړاندې پیل شوی و، خو د کار د بشپړیدو لپاره د لازمې بودیجې د نشوالي له امله د پروژې کار چې د کورونو د ورکولو په بدل کې له خلکو څخه د پیسو په راټولولو پیل شوی و، د څو کلونو لپاره وځنډیډ.

ښاغلي غني له همدې امله د خلکو څخه د هغوی د صبر او زغم له امله مننه وکړه.

جمهور رئیس غني وویل، چې خلکو ته د کورونو د برابرولو په برخه کې یې لومړنۍ ژمنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو وژل شویو منسوبینو کورنیو ته د کورونو برابرول دي.

هغه د افغان امنیتي ځواکونو څخه د مننې پر وخت وویل چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده "مونږ جنګ نه غوښته، زما ارزو، زما هیله، زما ژمنه سوله ده، اما افغان په ننواتو سوله نه کوي، هر څوک چې په دې فکر دی چې د افغانستان ولسمشر به چاته په ننواتو لاړ شي دا ارزو به ګور ته یوسي".

جمهور رئیس د امنیتي ځواکونو سرتیرو ته د استوگنې لپاره د کورونو د برابرولو ترڅنګ وویل، چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو تمه هم داده چې په خپل وطن کې شرعي جایداد ولري.

د افغانستان جمهور رئیس وویل چې کله، کله دې د کارونو د اجرا لپاره پر خپلو مامورینو باندې د فشار څخه هم کار اخلي " فشار هم ضروري دی او مجبوري ده، ځکه ما باندې فشار د چا دی، زما بادار څوک دی، د افغانستان کونډه،... هغه څلویښت فیصده خلک چې په ورځ کې یو ځل ډوډۍ خوري او سبا ته اندیښمن دي، زما بادار بې ځایه شوی دی، زما بادار مهاجر شوی دی، زما بادار فقیر دی".

جمهور رئیس غني وویل خدای ورته دا قوت ورکړی چې زورورو ته سر ټیټ نه کړي او د غربیانو خادم اوسي.

ښاغلي غني وویل " که خدای له جنګه خلاص کړلو یو دلیل زه فکر کوم دا خلک چې غواړي جنګ راباندې راولي پوهیږي چې که زما وخت فارغ وي نو دا اقتصاد به انشالله څلور چنده تیز شي او تیزیږي که دوی خیال کوي چې زه خوب ته ضرورت لرم نو ځان غولوي، شاید تاسو ویښ نه اوسئ خو زه مجبور یم چې ویښ اوسم".

جمهور رئیس غني وویل، کوم دولت چې د ملت اعتبار ورسره نه وي هغه پر ځای نه شي پاتې کیدلی، زمونږ د خلکو ټولو قربانیو ته په درناوي سره ثبات د ټوپک په زورنه راځي بلکې د خلکو په باور راځي.

ښاغلي غني وویل "له همدې امله باور ولرئ هغوی چې شورماشور کوي د دې لپاره چې د نورو ملیاردونو ډالرو څښتنان نه شي کیدلی د هغوی شورماشور ته زه پاملرنه نه کوم. سړی یو ورځ پیدا شوی څوک پوهیږي چې څوک مخکې ځي او څوک شاته ځي بیرته تګ ته سلسله د مراتب نشته او نه داده چا چې څه پیدا کړي دي په اخیر کې سړی یوازې دی او په قبر کې یوشی چې سړي سره پاته کیږي د هغه عمل دی".

جمهور رئیس غني له خلکو وغوښتل چې د اصلاحاتو په هکله دې خپل اواز اوچت کړي.

هغه وویل "اصلاحات د ولس په ګټه دي د نوک په اندازه یو اقلیت دی چې فکر کوي دوي په خطر کې دي، وو سړیه څه مې درسره کړي دي، ولس دې ودریږي مونږ ولس سره یو".

د ښار او کور جوړولو وزیر سعادت منصور نادري غونډې ته په وینا کې وویل، چې ژر به د چین او قطر د هیوادو په مرسته د نورو کورونو جوړولو پروژې هم پیل شي.

همدې غونډې ته د یو شمیر ساختماني شرکتونو په استازیتوب خلیل احمد سلیمانخیل د جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو او پانګه والو امنیت ته دې پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG