د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ملي یووالي حکومت ته له مشکلاتو ډک میراث پاتې


افغان حکومت د ثور اتمه د ثور په دولسمه ولمانځله، د ثور په اتمه ولسمشر غني هندوستان ته په یو رسمي سفر تللی وو.
افغان حکومت د ثور اتمه د ثور په دولسمه ولمانځله، د ثور په اتمه ولسمشر غني هندوستان ته په یو رسمي سفر تللی وو.

ولسمشر غني او د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو وویل چې د ملي یووالي د حکومت ستونزې او مشکلات د پخواني حکومت په پرتله لس چنده زیات او تفاوت لري، ولسمشر غني وویل د ملي یووالي حکومت په سختو شرایطو کې د هیواد اداره په لاس کې اخېستې ده.

ولسمشر غني د ثور د اتمې په مناسبت جوړې غونډې ته وویل په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بین المللي کارونو د چوکاټ عمده برخې بشپړې کړي دي او له دې وروسته به د خلکو له مختلفو قشرونو سره کار ته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر غني وویل د کابینې سل ورځني پلانونه به دا کارونه په جديت تعقیبوي، ولسمشر وویل ‪"‬زه خپلو خلکو ته دا ډاډ ورکوم، چې په لنډ وخت کې به د خلکو د ژوند د بهترۍ لپاره مهم ګامونه واخېستل شي.‪"‬

افغان ولسمشر له دیني علماوو مننه وکړه، چې تېره اوونۍ یې له ترهګرۍ سره مخالفت څرګند کړ. ولسمشر وویل د ارګ او منبر ترمنځ د واټن د کمولو لپاره یې امر کړی، ترڅو ۳۷۰۰ دولتي بستونه دیني علماوو ته ایجاد کړي.

ولسمشر غني چې جهادي مشرانو او جهادي قومندانانو ته هم پدغه غونډه کې ویناء کوله وویل په پخواني شوروي اتحاد د مجاهدینو له بریا وروسته سیاسي قشر و نه شو کړای چې خپل اتحاد او اتفاق وساتي، ولسمشر وویل د ثبات دوام باید فرد محوره نه وي، بلکې قانون محوره وي او ددې لپاره اساسي قانون او ملت ناجي دی.

بل لورته د ملي یووالي د حکومت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل مشکلات او ګواښونه یې لس چنده دي، او له پخوا ستونزې په مراتبو زیاتې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل ‪"‬د ملي یووالي د حکومت مسؤلیت له ولسوال نېولې، تر ریاست جمهوري پورې په مراتبو متفاوت دي، له هغه څه چې پخوا زمینې او موقعې شته وې.‪"‬

اجرائيه رئيس وویل اوسنی ازمیښت اسانه ازموینه نده، چې خلک ورسره مخ دي.

که څه هم اجرائيه رئيس په څرګنده د سولې په خبرو اترو څه و نه ویل، خو دومره یې وویل چې د سولې په تړاوو د ملي یووالي حکومت هڅې کړي دي.

بل لورته جهادي رهبرانو پدغه غونډه کې مجاهدینو ته د درناوي یاده کوله، درویشت کاله وړاندې افغان مجاهدین د ثور په اتمه نېټه کابل ته ننوتل او د مجاهدینو د دولت لومړني جمهور رئيس حضرت صبغت الله مجددي واګې واخېستې.

کابل ته د مجاهدینو له ننوتلو څه موده وروسته خپلمنځي جګړې ونښتې او تر هغو یې دوام وکړ، چې مجاهدین د طالبانو په لاس مات شول.

ځینې څېړونکي د افغانستان په تاریخ کې د ثور د اوومې او اتمې دواړه ورځې د غمیزو د پیلامې ورځې ګڼي، خو بل لورته مجاهدین په ویاړ د ثور له اتمې نمانځنه کوي.

که څه هم نن د ثور دوولسمه نېټه ده خو د ثور د اتمې نمانځنه پکې کیږي، ولسمشر غني د اثور په اتمه په هندوستان کې وو.

د ثور د اتمې نمانځنه پخوا د جشن په واسطه کېده خو له هغې وروسته چې طالبانو په ۱۳۸۷ لمریز کال کې پدغه جشن حمله وکړه، دا ورځ یوازې په یوه غونډه کې نمانځل کیږي

XS
SM
MD
LG