د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني:پاکستان په باب دریځ د خلکو غوښته ده


جمهوررئیس غني د پاکستان په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې یو افغان پلاوي د پنجشنبې په ورځ له پاکستان لیدنه کړې ده
جمهوررئیس غني د پاکستان په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې یو افغان پلاوي د پنجشنبې په ورځ له پاکستان لیدنه کړې ده

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د جنوب ختیځ زون د ولسې شورا یوې غونډې ته په یو استولي پیغام کې په افغانستان کې د دیني عالمانو قومي مشرانو د اهمیت په باب په څرګندونو کې ویلي دي چې د تاریح په اوږدو کې افغانستان ولسونو، علماوو، مشایخو او شمله ورو ستاتلی دی.

د جمهوررئیس غني دغه پیغام په سیاسي چارو کې د هغه د ځانګړې استازې محمد اکرم خپلواک له خوا د غونډې برخه والو ته ولوستل شو.

په دې غونډه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک او د کوچیانو د شوراګانو د استازو د ګډون سربیره د یو شمیر نورو ولایتو د شوراګانو استازو هم برخه اخیستې وه.

جمهوررئیس غني دې غونډې ته په خپل پیغام کې د سولې او پاکستان په باب د افغان حکومت دریځ د خلکو د غوښتنو معنکس کوونکی وباله ویلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې خلکو له افغان حکومتونو همدغسې غوښتنې لرلې.

په دغه پیغام کې ویل شوِي " هرحرکت او بدلون چې راځي ولس به په دې اړوند کاملآ په جریان کې وي او هیڅ داسې فیصله چې هغه د افغانستان، د اسلامي اساساتو، ملي عنعاناتو اود افغانستان د اساسي قانون پر خلاف وي اود ملي منافعو په خلاف وي نه پورته کیږي بلکې په ټولو مسایلو کې به ولس په جریان کې کیږي نو له همدې خاطره د دغسې انسجام او جوړښت لپاره ضرورت لرو ترڅو چې خپل ټول حرکتونه او رابطې منظمې کړو اود یو هوسا او ولسواک افغانستان تهداب چې ایښودل شوی دی پرمخ یې بوزو ".

دې غونډې ته د اوسنې او تیر حکومت د یو شمیر چارواکو د څرګندونو سربیره د بیلابیلو ولایتونو په استازیتوب هم د مدني ټولنې او ولسې شوراګانو یو شمیر استازو هم خبرې وکړي.

دغو ویناوالو د پاکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پوهنې، روغتیا او بیا رغونې په برخو کې د نمګړتیاو د یادونې په وخت د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا د افغانستان په دننه کې یو لړ اقداماتو یادونه وکړه او ادعا یې وکړه چې د کرښې هغې خوا ته ځیني کړۍ په لوی لاس په دغو سیمو کې د ناامنیو په پراخولو د ښوني روزنې، روغتیا او په ځانګړي ډول د بیا رغونې مخه نیسي.

د غزني ولایت یو استازي بهاالدین انډر غونډې ته وویل نه یوازې دا چې په جنوب ختیځو ولایتونو کې د بیارغونې چارې په ټپه دریدلي دي بلکې په دغه زون کې د پخوانیو پروژو د ړنګولو لپاره اقدمات ترسره کیږي.

ددې شورا یو تنظموونکي زمرود خان منګل امریکا غږ ته وویل چې د دغې غونډې د جوړیدلو هدف په سیمه ایزو او ملي مسلو د قومونو ترمنځ د نظر یوالی رامنځ ته کیدل دي.

ښاغلي منګل وویل " ولسمشر له ډیر پخوا ویلي وو چې یوه ملي اجماع رامنځ ته کیدو ته اړتیا ده، په اوس وخت کې د ملي اجماع د رامنځ ته کیدو لپاره یوښه ادرس همدغه جوړښتونه دي د قومونو په سطح مونږ د ملت په کچه مطرح حزبونه نه لرو، نو ضرورت وو چې اول په خپل منځ کې د قومونو په سطح او بیا د سیمې په سطح سره یو شو، او بالاخره د ټول افغانستان په اړه یو ګډ تصمیم ولرو".

ددغې شورا تنظمیوونکي وایي چې د دې غونډې وروسته به نورو ولایتونو ته لاړ شي او هلته به د ولسونو د استازو سره خبرو ته کښیني ترڅو په ملي کچه افغانانو پرمنځ کې پرتو مسلو ته د حل لپاره یو ګډ نظر رامنځ ته شي.

ددغې غونډې په پریکړه لیک کې چې د عبدالستار پکتیس له خوا ولوستل شو د افغانانو ترمنځ د سولې له هڅو ملاتړ څرکند شوی دی.

خو ددغې غونډې برخوالو د ملي یووالي د حکومت څخه غوښتي دي چې مخالفو وسله والو سره د خبرو دمخه دې په حکومت کې دننه د سولې په باب دوه ګوني دریځونه له منځه یوسي او په یوه خوله دې مخالفانو سره خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG