د لاس رسي وړ اتصالات

غني: قانوني تشې خصوصي سکتور فساد ته اړ کړی


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په ښاروالیو کې د ظرفیت او ښې حکومتوالۍ نشتوالی او ناقصه لنډمهالې پروژې د ښاري بحران لامل ګڼي او وايي، د قانون نشتوالي د ځمکو غصب او د خصوصي سکتور فساد ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي غني، چې د دوشنبې په ورځ (تلې/میزان ۹) د ښاروالانو درېیم ملي کنفرانس ته وینا کوله وویل، قانوني خلا‌ء د ځمکو د غصب یو اصلي لامل دی او که په دې برخه کې سمې پالیسۍ موجودې وی، نو خصوصي سکتور به په ښارونو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې وی.

هغه وویل "یا به قانوني لاره ورته برابروۍ، یا ځي غیر قانوني لارې ته او موږ کوتک اخیستی نه لاس د همکارۍ، نو ضرور ده چې موږ په خپلو خلاګانو باندې پوه شو".

ښاغلي غني دغه راز وویل، په افغانستان کې اکثره تطبیق شوې ستراتیژۍ ځکه بې‌نتیجې پاتې شوي، چې د افغانستان د وضعیت په اساس جوړې شوې نه دي او د نورو هیوادونو له ستراتیژیو او قوانیونو څخه کاپي شوي.

د افغانستان د ښاروالانو درېیم ملي کنفرانس د څلور دیرشو ولایتونو د ښاروالانو په ګډون په ارګ کې جوړ شوی وو.

ولسمشر غني د ښاروالیو د عوایدو لوړول، د شنو سیمو پراختیا، د لرغونو آثارو ساتنه، د پانګونې لپاره د زمینې برابرول، د دولتي ځمکو تثبیت او د کلیو او ښارونو ترمنځ د پياوړو اړیکو جوړول د ښاروالانو د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د ښاري پراختیا په برخه کې خپلې مشخصې طرحې په یوه میاشت کې جوړې او له هغه سره یې شریکې کړي.

ښاغلي غني همدا شان په پلاني سیمو باندې د غیرپلاني سیمو بدلول، د مهاجرینو، ښوونکو او د افغان امنیتي ځواکونو د قُربانیانو د کورنیو لپاره د ښارګوټو پر جوړولو هم ټینګار وکړ.

هغه له ښاروالانو څخه وغوښتل، چې په سمه توګه د ښاروالیو د نوي قانون د عملي کولو لپاره له خلکو او پولیسو سره په ګډه کار وکړي.

ولسمشر غني دغه راز د ښاروالیو په تشکیلاتو هم جدي انتقاد وکړ، چې پر وینا یې د خلکو غوښتنو ته ځواب ویلی نه شي او ټینګار یې وکړ، چې په دغو تشکیلاتو کې باید اساسي بدلون راوستل شي.

XS
SM
MD
LG