د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ زیاتیږي


په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه افغان ځواکونو ته د اړتیا پروخت هوایي ملاتړ برابروي.
په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه افغان ځواکونو ته د اړتیا پروخت هوایي ملاتړ برابروي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، چې په روانه اونۍ کې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو هوایي ظرفیت زیات شوی چې ورسره د اړتیا پر وخت د افغان ځواکونو څخه د قاطع ملاتړ ماموریت هوايي ملاتړ کې هم به زیاتوالی راشي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د لغمان په ولایت کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په قوماندانۍ کې د ختیځو ولایتونو ملکي او امنیتي چارواکو او منسوبینو یوې غونډې ته وویل چې د بهرنیو هوایي ځواکونو ظرفیت دوه چنده شوی دی.

جمهوررئیس غني وویل " هوايي ځواک او په دې برخه کې تاسو ته زیری درکوم چې په تیرو دریو ورځو کې بهرنۍ هوایي ځواک دوه برابره شوی دی. له دې وروسته به انشاالله و تعالی هوايي ځواک پوره همکاري وکړي".

د افغانستان په هکله د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو چارواکو بګرام ته د نورو امریکایي پیلوټانود ورتګ خبر ورکړی وو.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا ځواکونه به په افغانستان کې خپل هوايي ماموریت کې زیاتوالی راولي.

افغانستان کې په جګړو کې د هوايي ځواکونو څخه د کار اخیستلو په زیاتیدو په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په هکله هم اندیښنې ډیرې شوي دي.

همدا تیره اونۍ بهرنیو ځواکونو په دوه جلا هوايي بریدونو کې د هرات په شینډنډ او د لوګر ولایت مرکز پل عالم سره نیږدې ۲۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم په دغو دوو ولایتونو کې په همدې شمیر ملکي مرګ ژوبله تائید کړې ده.

یوناما ویلي چې د هرات د شینډنډ د بخت اباد په کلي کې په یو هوايي برید کې چې د تیرې عیسوي میاشتې په ۲۸ نیټه ترسره شوی، لږ ترلږه پنځلس ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

همداشان دا اداره وایي چې د تیرې عیسوي میاشتې په ۳۰ مه بهرنیو ځواکونو په یو بل هوايي برید کې د لوګر د ولایت مرکز پل عالم ښار سره نیږدې ۱۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۲ نور يې ټپیان کړي دي.

یوناما وایي چې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د تیرکال د همدې مودې پرتله ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG