د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرغني: په ټاکنیزو اصلاحاتو به ژر اقدامات وشي


انتخابات
انتخابات

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې ټاکنیزو اصلاحاتو ته ژمن دی او ډېر ژر به په ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات راولي او ټاکنیز اصلاحات یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د ارګ نه په خپرې شوې اعلاميې کې ویل شوي، چې ولسمشر خپل دوهم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارلې ترڅو د مدني ټولنې او د ټاکنو د کمیسیون په سلا مشورو د ټاکنو د اصلاحاتو مسائل تشخیص کړي.

د ارګ اعلامیې ویلي، چې مدني ټولنې ورته ددغه اصلاحاتو په اړه طرحې هم سپارلي دي، پدغه اعلامیه کې راغلي، چې له مدنې ټولنې، سیاسي حزبونو او د ټاکنو له متخصصینو سره تر لازمو سلا مشورو وروسته به پدغو اصلاحاتو لاس پورې کوي.

بل لورته د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا یو وار بیا د ملي یووالي په حکومت غږ وکړ، چې ټاکنیز اصلاحات ژر پيل کړي.

د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده په کابل کې یوې غونډې ته وویل هرڅومره چې اصلاحات ځنډیږي پر حکومت د خلکو باور له منځه ځي.

د ټیفا مشر ایوب زاده وویل دا چې د ملي یووالي د حکومت پرېکړې په ځنډ نېول کیږي، نو ښايي د ټاکنیزو اصلاحاتو د پرېکړه موده هم اوږده شي.

د ټیفا په څېر ځینو نورو ټاکنیزو بنسټونو هم د ملي یووالي په حکومت غږ کړی، چې ژر دې اصلاحات پیل کړي.

ددې اوونۍ په سر کې د ټاکنیزو بنسټونو مجموعې اکسین له افغان حکومت غوښتي وو، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره کمیسیون ژر تشکیل کړي.

د ملي یووالي د حکومت په سر د ولسمشر او اجرائیه رئیس چې هغه مهال نوماندان وو، هوکړه شوې وه، چې د حکومت له جوړولو وروسته به ټاکنیز اصلاحات پيلوي.

کارپوهان وايي، دا لا هم نده معلومه چې دا اصلاحات به څرنګه او څه ډول ترسره کیږي، افغان حکومت هم پدې تړاوو کومه مشخصه تګلاره نده په ډاګه کړې.

خو د ارګ په نننۍ اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر د ټاکنو په کمیسیون کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

ها خوا مدني ټولنې پر افغان حکومت د ولسوالیو د شوراګانو په راتلوونکو ټاکنو کې چې ښایي د ولسي جرګې له ټاکنو سره یوځای ترسره شي، د ښځو لپاره د ځانګړو څوکیو غوښتنه کړه ده.

د ټیفا په غونډه کې چې نن په کابل کې په راتلوونکو ټاکنو کې د ښځو د ونډې او ورته نورو مسائلو لپاره جوړه شوې وه، مدني فعالانو پدې ټینګار کاوه، دا چې په ولسوالیو کې ښځو ته د نوماندې په څېر زمینه نده برابره نو د یوه حقوقي چوکاټ په ترڅ کې دې د ښځو لپاره ځانګړې څوکۍ په پام کې ونیول شي.

دا چې ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به وشي، او کنه څه لا څرګند ندي، خو د ملي یووالي د حکومت چارواکو بیا ویلي، چې دا ټاکنې به کوي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې نه وې شوې.

د ولسي جرګې ټاکنې هم له یوه ناڅرګند حالت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG