د لاس رسي وړ اتصالات

غني د نوروز مراسمو کې: نوی کال به د سولې کال وي


جمهور رئیس غني په تیرو پنځه کالو کې د لومړي ځل لپاره د بلخ په ولایت کې د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی دی.
جمهور رئیس غني په تیرو پنځه کالو کې د لومړي ځل لپاره د بلخ په ولایت کې د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن پنجشنبه د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړۍ مزارشریف ښار ته لاړ او د "سخي په روضه" کې یي د نوروز په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي غني هیله وښوده چې نوی ۱۳۹۸ لمریز کال به افغانستان کې د سولې د ټینګېدو کال وي.

ښاغلي غني وویل " ۱۳۹۸ کال به انشاالله د سولې کال وي. سوله هر افغان ته له اکسیجن څخه هم مهه ده، اما خبره په دې کې ده، چې مونږ تل پاتې سوله غواړو، نه هغه سوله، چې له هغې څخه د ویني بوی راځي".

جمهور رئیس محمد اشرف غني په تیرو پنځه کلونو کې د افغانستان د جمهور رئیس په حیث په لومړي ځل د نوروز د مراسمو کې د ګډون لپاره مزار ته ځي. په تیرو کلونو کې به په دې مراسمو کې د هغه مرستیالانو برخه اخیستله.

د جمهور رئیس غني د وینا پر مهال او د نوروز په مراسمو کې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور برخه نه لرله. د بلخ پخواني والي او د جمهور رئیس غني ترمنځ یو ځل بیا اړیکې د بلخ د نوي امنیه قومندان د ګمارلو له امله خرابې شوي دي.

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د بلخ والي اسحاق رهګذر وستایه او ورته يې وویل چې ښاغلی رهګذر په بلخ کې د جمهور رئیس غني څخه استازیتوب کولی شي .

ښاغلي غني وویل" ځانګړی استازی مې وې او یې او وبه اوسئ، په عزت او ټول قوت سره د بلخ غزت وساته "

جمهور رئیس غني وویل، چې نننی افغانستان د پرونې افغانستان سره توپیر لري. همداشان جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو مشرانو ته د نوي کال او نوروز مبارکي ورکړه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په اړه دا هیله په داسې حال کې څرګنده کړې، چې ټاکل شوې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په نږدې ورځو کې یو ځل بیا د طالبانو له استازو سره خبرو ته کښیني.

افغان حکومت د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو څخه خوشاله نه ښکاري او افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه بهیر په اړه خپله ناخوښيي له وړاندې څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG