د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت ته نوماند ولسي جرګې ته معرفي شو


ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه به د شنبې په ورځ دغو نوماندانو ته د رایې بهیر پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه به د شنبې په ورځ دغو نوماندانو ته د رایې بهیر پیل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت، د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب او د افغانستان بانک ریاست ته نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړل.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن چارشنبې د دفاع وزارت ته نوماند وزیر محمد معصوم ستانکزی، د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته دوه نوماندان سید یوسف حلیم او انیسه رسولي او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند خلیل صدیق ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره وروپیژندل.

محمد سرور دانش ولسي جرګې ته د دغو نوماندانو د پيژندلو پر مهال وویل، د افغانستان په دفاعي، قضايي او بانکي نظام کې جدي اړتیاوو ته په کتو اړینه ده چې نوماندان ژر تر ژره د باور رایې ترلاسه کړي او په خپل کار پیل وکړي.

ښاغلي دانش له ولسي جرګې څخه وغوښتل، چې د ملي دفاع وزارت، د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب او د افغانستان بانک ریاست نوماندانو ته د باور رایه ورکړي.

هغه وویل "له تاسې محترمو وکیلانو په جدي توګه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره زموږ دغو ټولو څلورو شخصیتونو ته د باور رایه ورکړئ، تر څو زموږ سرتیري د خپل وزیر د سیوري تر رهبرۍ لاندې خپل مسولیت او رسالت په سمه توګه ترسره کړي او دغه راز، زموږ د سترې محکمې عالي شورا هم بشپړه شي او د هیواد په قضایي سیستم کې لازم اصلاحات رامنځ ته کړي او زموږ مرکزي بانک هم وشي کولای چې د اوسني مالي، پولي او بانکدارۍ په سختو او پیچلو شرایطو کې د هیواد د بانکدارۍ نظام په سمه، مسلکي او علمي توګه رهبري کړي."

ټاکل شوې چې راتلونکې شنبې ښاغلی ستانکزی خپلې برنامې وکیلانو ته وړاندې کړي او له هغې وروسته به هغه ته د رایې ورکولو صندوق کیښودل شي.

ټاکل شوې وه چې تیره اونۍ د روانۍ میاشتې په لومړۍ نیټه د دفاع وزارت ته نوماند محمد معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته وروپېژندل شي خو پر ولسي جرګې د ځانمرګي او وسله‌وال برید له امله دغه چاره وځنډول شوه.

د دفاع وزارت نوماند

دفاع وزارت ته نوماند محمد معصوم ستانکزی د محمود خان زوی په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په مغل‌خیلو کلي کې زیږدلی دی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې په کابل کې بشپړې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي د حربي پوهنتون د مخابراتو په پوهنځي کې د لسانس تر کچې زده‌کړې کړي او له هغې وروسته یې د انجینرۍ په برخه کې د لندن له کیمریج پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې ده او په پښتو، دري، انګلیسي او روسي ژبو خبرې کولی شي.

ښاغلی ستانکزی اوسمهال د ملي دفاغ وزارت د سرپرست په توګه دنده په غاړه لري.

له دې مخکې ښاغلي ستانکزي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وزیر، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رئیس او د ملي دفاع وزارت په مربوطاتو کې د افسر په توګه دندې ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG