د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي پوځ ۱۶۴ جنرالان تقاعد شول

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د اصلاحاتو د راوستلو او د ځوانو افسرانو د پرمختیا د زمینې برابرولو لپاره یې، د افغان پوځ د ۱۶۴ جنرالانو د تقاعدې اسناد لاسلیک کړي دي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ د ټویټر په یو پيغام کې وویل "د افسرانو د ذاتي چارو قانون د عملي کیدو لپاره، ما د ۱۶۴ جنرالانو احترامانه تقاعد لاسلیک کړ. موږ اصلاحات د جګړې او سولې د ګټلو لپاره غواړو، اصلاحات یوازې د اصلاحاتو لپاره نه غواړو، دا بهیر به زموږ د روښانه راتلونکي لپاره دوام ومومي".

له دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت له امریکا غږ آشنا سره په خبرو کې تائید کړې وه، چې د افسرانو د ذاتي چارو د نوي قانون پر بنسټ به په دغه وزارت کې ۷۰ فیصده جنرالان تقاعد ته سوق او ۳۰ فیصده برحاله جنرالان به په خپلو دندو کې پاتې شي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، د افسرانو د ذاتي چارو په نوي قانون کې د ستر جنرال لپاره ۶۲، ډګر جنرال لپاره ۶۰، تورن جنرال لپاره ۵۸، برید جنرال لپاره ۵۶ او ډګروالانو لپاره ۵۴ کاله د تقاعد عمر ټاکل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د روان کال په عقرب میاشت کې امریکا غږ ته ویلي وو، چې د افسرانو د ذاتي چارو نوی قانون به په دریو پړاونو او اتلسو میاشتو کې عملي شي.

د دفاع وزارت پریکړه کړې، چې په لومړي پړاو کې د احطیاط د دورې افسرانو ته تقاعد ورکړي او په دویم پړاو کې چې د ۱۳۹۷ کال له اسد څخه پیلیږي او د همدې کال تر جدي دوام کوي، د زیات عمر لرونکو افسران تقاعد ته سوق کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په وروستي پړاو کې، چې د ۱۳۹۷ کال له جدي څخه پيل او د ۱۳۹۸ کال تر اسد پورې دوام کوي، په کې به دغه قانون پر ټولو هغو فسرانو تطبیق شي، چې عمرونه یې تقاعد ته برابر شوي وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG