د لاس رسي وړ اتصالات

غني د ټرمپ له مرستیال سره پر ګډو همکاریو خبرې کړي


غني او پنس پرون ماښام د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي
غني او پنس پرون ماښام د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرستیال مایک پنس سره پر بېلابېلو مسائلو بحث او خبرې کړي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دا خبرې تیر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې شوې دي.

په بیان کې ویل شوي چې "دواړو غاړو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان له امنیتي سکتور سره د انکشافي ژمنو او څلور کلن پلان، اداري فساد سره د مبارزې په اصلاحي پلانونو، تروریزم سره په مبارزې او د سیمې په امنیت بحث او خبرې ‎وکړې".

ښاغلي پنس په دغه ویډیويي کنفرانس کې د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د حکومت له هڅو خوښي ښودلې او ویلي یې دي "د افغانستان حکومت په تېرو دونیمو کلونو کې د مهمو مسوولیتونو په پرمخ وړلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هڅې یې د ستایلو دي".

د امریکا د ولسمشر مرستیال ټینګار کړی، چې سولې، ثبات او پراختیا ته د رسیدو په برخه کې د امریکا خلک او دولت له افغانستان څخه ملاتړ کوي او د یو همکار په توګه به ورسره ملګری وي.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر غني، د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالتونو له دوامدارو مرستو څخه مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان ښه همکار بللی دی.

دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې لا تر اوسه د ښاغلي ټرامپ حکومت د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي وروستي پړاو ته نه ده رسولې.

سره له دې چې د دغې ستراتیژۍ جزئيات لا تر اوسه روښانه شوي نه دي، خو افغان حکومت د کابل او واشنګټن تر منځ د ښو او نږدې اړیکو پر دوام ډاډ څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG