د لاس رسي وړ اتصالات

یوازې افغان پوځ د ځواک او قوې د کارولو حق لري- غني


ښاغلي غني په کابل کې د پوځي افسرانو د فراغت په یوې غونډې کې خبرې کولې
ښاغلي غني په کابل کې د پوځي افسرانو د فراغت په یوې غونډې کې خبرې کولې

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې یوازې افغان امنیتي ځواکونه د قوې د مشروع استعمال حق لري.

ښاغلي غني په ټېنګار سره وویل چې باید له افغان ځواکونو پرته بل هېچاته دا حق ورنکړل شي چې څوک وګواښي.

هغه وویل "په راتلوونکي کې به هیڅ بلې قوې ته په افغانستان کې انشاالله اجازه ورنه کړل شي، چې بل څوګ تهدید کړي او د وسلې کارولو ته مخه وکړي".

نوموړي د دفاع وزیر او لوی درستیز وستایل چې په خبره یې د ترهګرۍ په ضد د جنګ ښه مدیریت یې کوي. نوموړي د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۶) د مارشال فهیم د پوځي اکاډومۍ د فارغانو غونډې کې خبرې کولې.

هغه زیاته کړه "لومړۍ مننه مې ستاسو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ لپاره ده، دوییمه مننه مې له دې امله ده، چې تاسو په سمه توګه د جنګ مدیریت کړی او درییمه مننه مې د دې له امله ده، چې تاسو نه یوازې د جنګ مدیریت کړی، بلکې د دفاع په وزارت او ملي اردو کې مو د تحول بهیر هم پلی کړی دی".

نوموړي هیله وښوده چې د څلور کلن امنیتي پلان په پایله کې به په افغانستان کې امنیت ټینګ شي. د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډومۍ د لسمې دورې څخه ۵۲۸ افسران د اردو په بیلابیلو برخو کې فارغ شول.

XS
SM
MD
LG