د لاس رسي وړ اتصالات

غني پاکستان ته: حوصله مو له ډاره نه بلکې له تدبیره ده


ولسمشر غني نن د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له خوا د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته ولس وینا وکړه.
ولسمشر غني نن د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له خوا د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته ولس وینا وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ د اعلان یوه ورځ وروسته یې په ارګ کې ملت ته وینا اوروله، د دغې سترایژۍ د اعلان له امله چې ولسمشر غني دتیر وخت یو ښه ارزونه او په راتلوونکي کې د بریالیتوب د عناصرو پیژنده وګڼله مننه وکړه.

ولسمشر غني وویل " د ابهام له حالته چې حاکم و، راوتلي یو،د افغانستان موقعیت په نړیواله اجماع کې څرګند شو ".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوې اعلان شوې ستراتيژۍ په تړاوو په خپل څرګندونو کې وویل چې د هغه ګاونډي په خلاف ستراتيژیکه حوصله له ډاره نه وه چې د افغانستان د ملي منافع په وړاندې اقدامات کوي.

ولسمشر غني چې نن د ارګ په ماڼۍ کې امنیتي چارواکو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتيژۍ خبرې کولې په څرګنده وویل چې پاکستان ته یوه بله موقع په لاس ورکړل شوې ده او باید په پخواني تګلارو له سره نوی فکر وکړي.

ولسمشر غني وویل "اوس یوه اجماع رامنځته شوې، چې پاکستان پخوانی روش باندې، دود باندې نوی فکر وکړي، دا یوه موقع ده".

ولسمشر غني وویل چې نه یې غوښتل د کوچنیو خبرو لپاره د لویو کارونو مخه ډب کړي او پدې خاطر یې ستراتيژيکه حوصله کړې ده.

افغان ولسمشر د امریکا له ولسمشر ټرمپ نه مننه وکړه چې سیمې ته یې واضح پيغام درلود، ولسمشر غني وویل چې د سیمې هغو هیوادونو ته واضح پیغام ورکړل شوی دی، چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ولسمشر غني وویل "سیمې ته په واضح ټکو کې دا پیغام ورکول یو پرمختګ دی او د امریکا له ولسمشر مننه کوم".

ولسمشر غني خپل بهرنی سیاست بریالی سیاست وباله.

افغان ولسمشر وویل چې د امریکا نوې ستراتيژي د یوې هر اړخیزې پروسې محصول دی او دا پروسه د پخوانیو درسونو نه د تجربې او د اوضاع د څېړنې په اساس پرمخ تللې ده.

ولسمشر غني وویل اوس له د ابهام له حالت نه وتي دي او په ويناء یې افغانستان د اعتبار وړ دی او په نړیواله اجماع کې موقعیت لري.

ولسمشر غني په خپله ویناء کې په طالبانو وکړ چې د یوازینۍ لاره د سولې او مذاکراتو لاره ده.

ولسمشر وسله والو مخالفینو ته وویل "که پدې فکر کې وئ، چې جنګ ګټلی شئ. حکومت پرځولی شئ، جغرافیه دوه برخې کولی شئ، دا فکر مو له سره وباسئ".

ولسمشر غني پدې ويناء کې د اصلاحاتو یادونه هم وکړه وې ویل چې اصلاحات اختیاري ندي او خپل څلور کلن امنیتي پلان به تطبیقوي.

XS
SM
MD
LG