د لاس رسي وړ اتصالات

غني بادغیس کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا سب سټشن پرانیست



ولسمشر غني بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمنستان څخه دغه ولایت ته د وارداتي بریښنا "قلعه نو" سب شتشن پرانیسته
ولسمشر غني بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمنستان څخه دغه ولایت ته د وارداتي بریښنا "قلعه نو" سب شتشن پرانیسته

ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه ( د زمري ۴ مه) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته تللی او هلته یې د قلعه نو د برېښنا یو سب سټیشن پرانیست.

د قلعه نو د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا د سب سټیشن د پرانستې په مراسمو کې د ترکمنستان د انرژۍ وزیر هم حاضر وو.

دا سب سټشن به ۷۰۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره کړي.

په خپله ولسمشر غني په قلعه نو کې یوې غونډې ته په وینا کې دا پروژه یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ویې ویل، چې دا سب سټیشن به د ولایت په مرکز قلعه نو کې خلکو ته برېښنا برابره کړي.

په بادغیس کې محلي چارواکي وايي، چې له ترکمنستان نه به د برېښنا شپاړس میګا واټه وارداتي برېښنا د قلعه نو سب سټیشن ته راشي.

ولسمشر غني په قلعه نو کې د بادغیس خلکو ته وویل چې نن او سبا په قلعه نو کې دی او له خلکو سره به له نېږدې د دوی په ستونزو خبرې وکړي.

ولسمشر غني وویل "زه دلته د دوه ساعتونو لپاره نه یم راغلی چې یو سویچ تاو کړم، نن او سبا یم تاسې سره ټولو سره به خبرې کوم".

د بادغیس د برېښنا شرکت امر انجنیر محمد طاهر عظیمي وویل "پخوا به یې د شپې پنځه ساعته برېښنا توزیع کوله او بیعه یې ۳۳ افغانۍ وه".

د ترکمنستان د بريښنا د لیږد پروژه چې قلعه نو ته انتقالیږي اوه کاله وړاندې پيل شوې وه.

د بریښنا دا پروژه د ترکمنستان د رباط کاشان له سیمې پيلیږي، مزي یې ۵۲ کیلو مټره د افغانستان په خاوره کې داخلیږي او بیا د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه یو کیلومټر بهر سب سټیشن سره نښلول کیږي.

ټاکل شوې، چې پدې سفر کې به ولسمشر د بادغیس له نظامي، ملکي مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ښوونکو او د ولایتي شورا له وکیلانو سره وګوري.

ولسمشر غني پدې وروستیو کې یو شمیر ولایتونو ته د سفر په مهال د شپې هم په دغو ولایتونو کې پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG