د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني په هلمند کې امنیتي حالات وڅیړل


ټاکل شوې جمهور رئیس غني به هلمند ته د خپل سفر پر مهال هغو پولیسو د کورنیو غړو سره هم وګوري چې د امریکا د پوځ هوایي کې وژل شوي

د هلمند په ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د هلمند د ښوراب پوځي اډې ته رسیدلی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزوي.

جنرال احمدزي دا هم وویل چې ښاغلی غني د هغو ۱۵ افغان سیمه ایزو پولیسو د کورنیو غړو سره چې د روانې اونۍ په سر کې د امریکا د پوځ په هوايي برید کې په تیروتنه کې وژل شوي وو، هم ګوري.

ولسمشر اشرف غني د لښکرګاه پر ځای ددې ولایت په شمال ۸۰ کلیو مترۍ کې د ښورآب پوځي اډې ته ولاړ او هلته يې له ملکي او نظامي مامورینو سره په یوه ستره غونډه ګې ګډون وکړ.

ښاغلي غني غونډي ته په وینا کې د هلمند په ناوه، ګرشک، مارجه او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو وروستۍ لاس ته راوړنې وستایلې او هغه یې د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړیدو نتیجه وگڼله.

ولسمشر غني هلمند ته د خپل سفر پر مهال یوازي له پوځیانو او ولایتي مسئولینو سره وکتل او د ولس سره د نه لیدلو په اړه یې وویل چې پلان لري د هیواد د ټولو قول اردوګانو لیدنه وکړي.

د هلمند والي حیات الله حیات بیا په خپلو خبرو کې هلمند د افغانستان د امن کیلي وباله او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې ددې ولایت امنیتي برخي ته زیاته پاملرنه وکړي. هغه په دې اړتیا هم ټینگار وکړ چې په هلمند کې د مخدره توکیو د قاچاق کوونکو پر وړاندې جدي مبارزه وشي.

جنرال احمدزي وویل " ولسمشر غني به د دې پیښې د قربانیانو د کورنیو غړو سیمه ایزو پولیسو د مړینې له امله لاس پورته کړي او هم به په یوه جلا غونډه کې د هلمند امنیتي وضعیت وارزوي".

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG