د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني پکتیا ته تللی


ولسمشر غني د پکتیا قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې له هغوی وغوښتل چې د سولې د ټینګیدو لپاره دې کار وکړي
ولسمشر غني د پکتیا قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې له هغوی وغوښتل چې د سولې د ټینګیدو لپاره دې کار وکړي

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، ولسمشرمحمد اشرف نن د جمعې په ورځ سهار د یو لوړپوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز په ښار کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ ته ورغلی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ګردیز ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر موخه د جنوب ختيځو ولايتونو د عمومي امنيتي وضعيت ارزونه ښودلې ده.

ولسمشر غني د پکتیا ولایت د ملکي او پوځي چارواکو سره د کتنې ترڅنګ د دغه ولایت له ولسي مشرانو، ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو سره هم خبرې کړي دي.

ولسمشر غني د پکتيا قومي مشرانو غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د سولې د ټپنګښت په اړه پر سیاسي اجماع ټينګار وکړ او ويې ويل چې دا اجماع به ډېر ژر رامنځته شي.

ښاغلي غني، له ولسي مشرانو وغوښتل، چې د سولې په اړه د اجماع په رامنځته کیدو کې ورسره مرسته وکړي او په دې برخه کې قومي مشران له قومي جوړښتونو څخه کار واخلي.

ولسمشر غني وویل، قومي جوړښتونه او جرګې د سولې په پيغام رسولو کې مهم رول لري.

ولسمشر غني د پکتيا ولسي خلکو او دولتي چارواکو غونډې ته په خبرو کې له خلکو هم وغوښتل، چې د هغو کړيو مخه ونيسي چې د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو هڅه کوي.

ښاغلي غني په نني سفر کې د سوېل ختيځو ولايتونو امنيتي سرتېري هم وستايل او ويې ويل، چې په خپله ميړانه يې د حکومت وسله وال مخالفين مات کړي او د هغوی له لوري پېښېدونکي امنيتي تهديدونه يې له منځه وړي دي.

ولسمشر غني د سوېل ختيځو ولايتونو له خلکو سره هم ژمنه وکړه، چې د اوبو د تنظيم، معارف او د برېښنا په برخه کې به هم لويې اقتصادي پروژې تطبيق کړي.

ښاغلي غني غونډې ته په خبرو کې له ګانډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ په اړه وويل، چې افغانستان د سيمې او نړۍ په کچه خپل سوداګريز روابط پراخ کړي او پر ګاونډيو هېوادونو يې اتکاء کمه شوې ده.

جمهور رئیس غني پاکستان ته په اشارې سره وويل، کله به چې پوله وتړل شوه، په افغانستان کې به د سوداګرو مالونو قيمتونه څو چنده لوړ ختل، خو د تېرو دريو کلونو په موده کې يې دا ستونزه تر ۷۰ فيصده حل کړې ده.

XS
SM
MD
LG