د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړي بیرته پیل شوې


جمهوررئیس غني او لومړۍ میرمنې رولا غني نن له غرمې وړاندې د افغانستان امریکایي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
جمهوررئیس غني او لومړۍ میرمنې رولا غني نن له غرمې وړاندې د افغانستان امریکایي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د افغانستان په امریکایي پوهنتون باندې د خونړي برید درې ورځې وروسته نن بیرته په دغه پوهنتون کې د زده کړو بهیر پیل شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر د یو بیان له مخې د افغانستان د امریکایي پوهنتون رئیس نن د دغه پوهنتون څخه د جمهوررئیس محمد اشرف غني او د لومړۍ میرمنې رولا بي بي ګل غني، د کتنې په وخت ویلي چې په پوهنتون کې د ماسټرۍ ټولګیوزده کړې به سر له نن څخه په عادي توګه دوام ومومي.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون رئیس مارک انګلش ویلي دوی غواړي په دې ډول تروریستانو ته یو څرګند پیغام ورکړي چې افغانان د هغوی له بریدونو ویره نه لري او غواړي په ښه تعلیم سره خپل هېواد آباد کړي.

د ارګ څخه په خپور شوي دغه بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار افغانستان امریکايي پوهنتون او د نابینایانو لېسې څخه د کتنې پرمهال ژمنه وکړه چې دولت به د دغو دوو ښوونیزو موسسود فعالولو لپاره جدي هڅې وکړي.

جمهور رئیس پر دغه پوهنتون د چهارشنبې د ماښام د تروریستي برید له امله د رامنځته شويو زیانونو د لیدنې پر مهال وویل " ټول ملت او دولت په ښوونیز بنسټ د دغه برید له امله چې زموږ د هېواد د راتلونکي جوړونکي په کې شهیدان او ټپیان شول سخت متاثره شوي دي، خو تروریستان او د هغوی ملاتړي دې پوه شي چې د افغانستان د جوړولو او د دښمن د ځپلو په برخه کې زموږ عزم او اراده مضبوطه ده".

جمهور رئیس وویل غني، امنیتي ادارو او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته یې لارښوونه کړې ده چې سیمه په بشپړه توګه وارزوي او لا زیات امنیتي تدابیر ونیسي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون رئیس مارک انګلش، د برید پر مهال د وضعیت د تعقیبولو له امله له جمهور رئیس غني او د افغانستان امنیتي ځواکونو له هڅو په ځانګړي ډول د بحران ضد ۲۲۲قطعې څخه مننه وکړه.

ورپسې جمهور رئیس د نابینایانو لېسې ته ورغی او د دغې لیسې څخه یې هم لیدنه وکړه.

د لېسې مسوولینو د دغې لېسې په بیارغاونه کې د جمهور رئیس غني د پاملرنې غوښته وکړه.

ددغه بیان له مخې جمهور رئیس غني ژمنه وکړه چې دا ښوونځی به ژر ورغاول شي، ترڅو زده کوونکي په عادي توګه خپل درسونه پيل کړي.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون ته نږدې سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د پوهنتون د ودانۍ د بیارغونې کار پیل شوی دی چې له بشپړیدو وروسته به ژر بیرته په دغه پوهنتون کې زده کړي عادي بڼه واخلي.

د تیرې چهارشپې په ماښام د افغانستان په امریکایي پوهنتون د ځانمرګو وسله والو د برید له امله ددغه پوهنتون د یو استاد او شپږ محصلینو چې دوه یې انجونې وې په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او ۴۶ نور ټپیان شول.

تراو سه ددغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG