د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني هرات ته تللی


د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني(ارشیف)
د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني(ارشیف)

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د هرات د امنیتي وضعیت د ارزولو او په دغه ولایت کې د حکومتدارۍ د چارو د ښه سمون لپاره نن هرات ته تللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو او د ملي امنیت د ریاست سرپرستان ملګرتیا کوي.

ښاغلي سالارزي چې نن غرمه مهال یې په هرات کې خبریالانو سره دغه ولایت ته د جمهوررئیس غني د ننني سفر په باب خبرې کولې وویل چې ددغه سفر هدف د هرات ولایت د امنیتي وضعیت ښه کیدل او د ښې حکومتدارۍ د امکاناتو د برابرولو په برخه کې سلا مشورې کول دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل چې جمهوررئیس غني په پام کې لري چې د خپل ننني سفر په ترڅ کې د هرات د دیني عالمانو قومي مخورو اود مدني ټولنې له غړو او د ښځو د یو شمیر استازو سره لیده کاته وکړي.

ښاغلي سالارزي وویل چې جمهوررئیس د افغانستان د امنیتي ادارو د چارواکو سره په کتنه کې هغوی نه غوښتي دي چې د هرات د امنیتي وضعیت د ښه کیدلو لپاره دې د نن ورځې تر پایه د جمهوررئیس حکمونه پلي کړي.

جمهوررئیس په داسې حال کې هرات ته تللی چې یوه اونۍ وړاندې یې دغه ولایت د حالاتو د ارزولو لپاره یو هئیت هم دغه ولایت ته استولی وو، چې ددغه هئیت د پلټنو په نتیجه کې یې د هرات ولایت سرپرست له کاره ګوښه کړ.

هرات د افغانستان په لویدیځ کې د ایران او ترکمنستان سره اوږد ګډ سرحد لري.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په پای کې خبریالانو سره هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG