د لاس رسي وړ اتصالات

غني د جوادیه جومات د قربانیانو کورنیو سره غمشریکۍ لپاره هرات ته تللی


جمهور رئیس غني نن د جمعې د ورځې په مازیګر هرات ته رسیدلی دی
جمهور رئیس غني نن د جمعې د ورځې په مازیګر هرات ته رسیدلی دی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړې دولتي پلاوي په مشرۍ پر جوادیه جومات د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه نن د جمعې په مازیګر له کابل څخه د هرات ولایت ته تللی دی.

ارګ په یو بیان کې ویلي چې ټاکل شوې جمهور رئیس غني به د جوادیه جومات د تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د کتلو سربیره د روباټ جوړونکي ټیم له غړې فاطمې قادریان سره چې د جوادیه جومات په تروریستي پېښه کې یې پلار له لاسه ورکړې هم په جلا توګه وګوري او کورنۍ ته به یې خپله خواخوږي څرګنده کړي.

د تیرې سه شنبې په شپه د هرات د جوادیه پر جومات په برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی د روباټ جوړونکي ټیم د غړې فاطمې قادریان د پلار په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس غني به هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت هم وارزوي.

همداشان جمهور رئیس غني به په دې سفر کې د هرات والي سره پر لیدنې سربېره ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ولاړ شي او هلته به د دې ولایت له ملکي او پوځي مقاماتو سره په امینتي غونډه کې د سویل لویدیځې حوزې په ځانګړي ډول د هرات ولایت امنیتي حالت وڅیړي.

په هرات کې خبریالان وايي د دغه ولایت چارواکو او مخورو سره د جمهور رئیس غني غونډو ته خبریالان نه دي بلل شوي.

XS
SM
MD
LG