د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني خوست کې ځینې پراختیايي پروژې پرانیستلې


ولسمشر غني نن د دوشنبې د ورځې په سهار د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ خوست ته تللی دی.
ولسمشر غني نن د دوشنبې د ورځې په سهار د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ خوست ته تللی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې له يو شمېر وزيرانو سره يو ځای د بيارغونې د يو شمېر پروژو د پرانستنې او د خلکو له استازو سره د ليدنې په موخه دوشنبه (اپریل۹) د خوست ولايت ته ولاړ.

ښاغلي غني خوست ته په رسيدو سره لومړی په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې ملکي هوايي ډګر ته لاړ او هلته يې د دغه هوايي ډګر لپاره د رنوې کرښه پرانېسته او همدا ډول يې ددغه هوايي ډګر د رادار لپاره د ودانۍ او د داخلي سړکونو د کار د پيل پرانستنه هم وکړه.

له دې وروسته په هليکوپتر کې په دغه ولسوالۍ کې د برېښنا سب سټېشن ته لاړ او هلته يې د برېښنا د وېش چارو پروژه رسماً پرانیستله، چې په ترڅ کې به يې ۱۳ زره کورنۍ له دايمې برېښنا برخمنې شي.

د خوست د ولايت مقام وياند طالب منګل د يادو پرژو د پرانستنې پرمهال خبريالانو ته وويل، چې پر تکميل شويو پروژو ۱۰۰۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوی او د تازه پيل شويو پروژو لپاره ۱۰۱۸ ميليونه افغانۍ بېلې شوې دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمداشرف غني به نن د ورځې تر پایه له قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو سره پر ځانګړو ناستو سربېره نن ماسپېښين په خوست ښار کې يوې ولسي غونډې ته وينا هم وکړي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG