د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني له خلکو سره د غمرازۍ لپاره پکتیا ته تللی


ولسمشر محمد اشرف غني، چې نن د يوه لوړپوري پلاوي په مشرۍ د پکتيا مرکز ګردېز ته تللی و، د تېرې اونۍ د خونړي برید په اړه يې د دغه ولايت له خلکو سره د غمرازۍ ترڅنګ پر طالبانو د سولې غږ وکړ.

ګردېز ته د نوموړي د راتګ او همدارنګه د پکتيا ولايت له ولسي مشرانو، د ګردېز د وروستي بريد د قربانيانو د کورنيو له غړو او دولتي چارواکو سره د ليدنې مراسم د ۲۰۳ تندر قول اردو په قرارګاه کې نيول شوي وو.

ښاغلي غني لومړی د قول اردو په جامع جومات کې د تېرې اونۍ په بريد کې د وژل شويو کسانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او وروسته يې د ولسي مشرانو او دولتي چارواکو يوې غونډې ته خبرې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې وروستيو خونړيو بريدونو ته په اشارې پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.

نوموړي وويل، چې که طالبان د سولې له پروسې سره نه يو ځای کېږي، داسې به وځپل شي، لکه په دې وروستيو کې چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وځپل شول.

ولسمشر غني دغه راز وويل، چې د افغانستان هوايي ځواک د پخوا په پرتله اوس پياوړی شوی او په نږدې راتلونکې کې به درې چنده زيات شي، څو د حکومت وسله وال مخالفين وځپي.

ښاغلي غني زياته کړه، وروستيو بمباريو چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې ترسره شوي، ښه نتيجه ورکړې ده.

افغان ولسمشر يادې غونډې ته په خبرو کې د پکتيا له خلکو سره هم ژمنې وکړې او ويې ويل، چې په راتلونکي يوه کال کې به په دې ولايت کې د بيارغونې ګڼ شمېر هغه پرمختيايي پروژې تطبيق کړي، چې د خلکو اساسي غوښتنه بلل کېږي.

نوموړي همداراز وويل، چې په راتلونکو څلوېښتو ورځو کې به پکتيا له وارداتي برېښنا څخه برخمنه شي، دغه راز د ګردېز – غزني سړک او د ساحوي روغتون د جوړولو چارې به ژر پيل کړي او په راتلونکي لمريز کال کې به د پکتیا صنعتي پارک هم جوړ کړي.

هغه د پکتیا له اوسیدونکو سره ژمنه وکړه، چې دغه ولایت ته به له دویمې درجې څخه لومړۍ درجې ته ارتقا ورکړي.

ولسمشر غني او ورسره مل پلاوي تر غونډې وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو په روغتون کې د ګردېز د پېښې له ټپيانو سره هم ولېدل.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د کورنيو چارو او د ملي دفاع وزارتونو سرپرستان، د ښار او کور جوړولو او د عامې روغتيا وزيرانو او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو هم ملتيا کوله.

د ګردېز په ډله ييز برید کې چې تېره اوونۍ پر امنيې قوماندانۍ ترسره شو، د روغتيايي مسوولانو په وينا تر شپېتو زيات کسان ووژل شول او تر ۲۳۰ ډېر نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG