د لاس رسي وړ اتصالات

غني د سولې په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاشکند ته ولاړ


 ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني او جمهور رئیس میرزایف به د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ته ویناوې وکړي.
ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني او جمهور رئیس میرزایف به د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ته ویناوې وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې د په ورځ (مارچ۲۶) د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ تاشکند ته ولاړ چې د سولې، امنیتي همکارۍ او دوه اړخیزو سیمه ییزو همکاریو په اړه بین المللي کنفرانس ګډون وکړي.

د ارګ د یوې اعلامیې له مخی ښاغلی غني به په دغه کنفرانس کې پرګډون او وینا سربېره د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

همداراز جمهور رئیس غني، به د دغه کنفرانس په څنډه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني او په دغه کنفرانس کې د ځینو هېوادونو ګډون کوونکو استازو سره کتنې ولري.

جمهوررئیس غني، سره په دی سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار همایون قیومي، د سولي عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي سربیره د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال زوی او د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند رئیس باتور دوستم هم ملګرتیا کوي.

همداشان جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهور رئیس سلاکاران فضل محمود فضلي، شهرزاد اکبر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي ریاست دفتر د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي

جمهور رئیس غني په داسې حال کې تاشکند ته روان شوی، چې نن سهار د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې د افغانستان په اړه د تاشکند دکنفرانس مقدماتي غونډه پیل شوه.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې دا کنفرانس به د سه شنبې په ورځ د افغانستان او ازبکستان جمهور رئیسانو په ویناو رسمآ پرانیستل شي.

اجرائیه رئیس عبدالله، چې هم د دوشنبې په سهار د وزیرانو د شورا د نوبتې غونډې د پیل دمخه د خبریالانو پر وړاندې د خبرو پر مهال وویل، چې جمهور رئیس غني به د یو ولایتي سفر په پای کې تاشکند ته لاړ شي.

خو ښاغلي عبدالله د کوم ولایت نوم وانخیست.

ښاغلي عبدالله وویل " یو شمیر وزیران هم د تاشکند کنفرانس په تړاو په سفر کې دي، دا کنفرانس یو مهم سیمه ییز او نړیوال کنفرانس دی، د وزیرانو په کچه هلته جوړیږي او جمهور رئیس صاحب هم به نن له غرمې وروسته تاشکند ته لاړ شي".

اجرائیه رئیس هیله وښوده چې د تاشکند کنفرانس به په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او سیمه ییزو همکاریو په پراخیدو کې مرسته وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل " هیله لرم چې دا کنفرانس به هم د کابل پروسې د کنفرانس په دوام د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، د افغانستان د خلکو د هیلو د پوره کیدو او د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې، خو بالاخره انشاالله په هیواد کې د سولې او ثبات په ټینګیدو مرسته وکړي".

افغان حکومت وايي، چې د تاشکند په دوه ورځیني کنفرانس کې، چې نن یې مقدماتي کار پیل کړ، د امریکا، چین، روسیې، ایران، پاکستان په ګډون د شلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دغه کنفرانس څخه یې تمه داده، چې د کنفرانس ګډونوال به د کابل پروسې په کنفرانس د جمهور رئیس غني له خوا طالبانو ته د سولې له وړاندې شوي پلان څخه ملاتړ وکړي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري، امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل، چې په دې کنفرانس کې د سیمې د هیوادونو استازي ګډون کوي، نو ځکه دوی تمه لري، چې د کنفرانس برخه وال به د افغان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG