د افغانستان جمهوري ریاست ته نږدې منابع وایي چې اجمل عابدي د نظیف الله سالارزي پر ځای د جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی دی.
جمهور رئیس غني هم تیر ماښام په خپله ټویټر پاڼه کې ښاغلي عابدي ته د نوې وظیفې مبارکي ورکړې او هم یې خپل پخواني ویاند ښاغلي نظیف الله سالارزي ته د هغه په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله کړې ده.
په ارګ کې یوې منبع چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ښاغلی نظیف الله سالارزی به په ملګروملتونو کې د افغانستان د د دایمي پلاوي په دفتر کې د دغه پلاوي د یو غړي په توګه په نږدې راتلوونکي کې کار پیل کړي.
نږدې څلور میاشتې وړاندې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو د اعلان لږ وروسته جمهور رئیس غني نظیف الله سالارزی د خپل ویاند په توګه ټاکلې و.
د نوي ماموریت دمخه اجمل عبید عابدي د اریا په نوم د ماشومانو د ځانګړي خصوصي تلویزیون د عامل رئیس په توګه کارکوه.
ښاغلی عابدي د افغانستان د جمهوري ریاست د تیرو ټاکنو پر مهال د جمهور رئیس غني د ټاکنیز کمپاین د لوړپوړي مامور په توګه هم کار کړی دی.
همداشان ښاغلي عابدي د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیا د نړیوالې ادارې یو اس ایډ لپاره د مدني زده کړو د پروګرامونو مشري کړې او دغه راز یې په افغانستان کې د ملګروملتو په دفتر کې د رسنیزو چارو د متخصص په توګه هم کار کړی دی.
ښاغلی عابدي د ۲۰۰۹ کال د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په مهال د ښاغلي غني د ویندوی او د مطبوعاتي کمپاین د مسوول په توګه هم کار کړی دی.
ښاغلي عابدي د طالبانو د واک وروسته د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دفتر کې هم د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پوري کار کړی او هم یې د کابل په پوهنتون کې افتخاري استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.