د لاس رسي وړ اتصالات

غني:افغانستان سږ کال له سختې جګړې سره مخ دی


ولسمشرغني تېره شپه په نوي ډهلي کې افغان محصلینو او هند کې میشتو افغانانو ته وویل، چې افغانستان له یوه ستونزمن کال سره مخ دی
ولسمشرغني تېره شپه په نوي ډهلي کې افغان محصلینو او هند کې میشتو افغانانو ته وویل، چې افغانستان له یوه ستونزمن کال سره مخ دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه هند ته له رسېدو وروسته د افغانستان په سفارت کې له هند میشتو افغانانو او افغان محصلینو سره په کتنه کې وویل، چې افغانستان سږ کال له سختې جګړې سره مخ دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت کې افغان محصلینو او هند کې میشتو افغانانو ته وویل، چې افغانستان له یوه ستونزمن کال سره مخ دی او نړیوالو تروریزم افغانستان مخه اړولې ده.

ولسمشر غني وویل "زمونږ جګړه سخته ده، سږ کال ستونزمن کار دی، ناامني مونږ نده رامنځته کړې، ناامني څلور بعده لري، نړیوال تروریزم، جرمي اقتصاد، غیره مسؤله وسله وال او سیاسي جنګونه".

ولسمشر غني، له هغو افغانانو سره چې په هند کې اوسي او له کلونو راهېسې دلته کډوال دي، په کتنه کې وویل د ملي یووالي د حکومت پالیسي دا ده ترڅو په اروپايي هغو هیوادونو کې چې سفارتونه یې بې کاره دي، وتړي او ډېره پاملرنه په ګاونډیو هیوادونو کې د قونسلګریو زیاتوالي ته واړوي.

له ولسمشر غني پدغه کتنه کې په هند کې میشتو افغاناتو د هند په ځینو ایالاتونو کې کلکته کې د قونسلګرۍ د جوړولو غوښتنه لرله، ولسمشر مخامخ د بهرنیو چارو وزیر ته وویل په اروپا کې بې کاره سفارتونه وتړه او دلته قونسلګرۍ جوړې کړه.

ولسمشر غني وویل په لندن کې ان د افغانستان د سفارت لس کارکوونکي کار ته نه ځي.

ولسمشر غني وویل د واسطو په زور په بهرنیو چارو وزارت کې ډيپلوماټان نه شي زغملی.

ولسمشر افغان سکهانو سره ژمنه وکړه چې د دوی له لاسه وتي ملکیتونه به بېرته ورستنوي، ولسمشر د هغو افغانانو چې غواړي د هندوستان د تابعیت لپاره د افغانستان تابعیت پرېږدي ورسره د مرستې ژمنه وکړه، دغه افغانانو ویل چې هند ورباندې داسې فضاء حاکمه کړې، چې د هندي تابعیت د خپلولو لپاره باید تر افغاني تابعیت تیر شي.

ولسمشر دوی ته وویل کابینې پرېکړه کې ترک تابعیت ورسره مني.

ولسمشر افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په تړاوو وویل چې سږ کال سخت کال دی او د کډوالۍ لپاره مناسب کال ندی، خو بیا هم په رضاء کاره ستنېدنه ټینګار کوي.

د هند په کلکته کې شاوخوا درې زره افغان سوداګر او پانګوال له کلونو ژوند کوي، دوی ویل دا چې کلکته له نوي ډهلي لرې ده نو اړینه ده چې ورته قونسلګرۍ جوړه شي، امیرخان په کلکته کې د افغان جرګې مشر دی وايې، له ولسمشر یې پدې تړاوو غوښتنه درلوده.

پدغه کتنه کې افغان محصلینو ولسمشر ته هم خپلې ستونزې وویل، چې تر ډېره دوی ته د معاشونو په ورکړه کې ځنډ او په سکالرشيپونو کې د شفافیت نه شتون مطرح شو.

ولسمشر محصلینو ته وویل له اداري فساد او په تیره بیا په ولایتونو کې د قاضیانو نه پوزې ته راغلی او خو هڅه یې دا ده، چې په تدریجي ډول فساد له منځه یوسي.

ولسمشر یو وار بیا د فعال سیاست پلوي وکړه او هغه تیوري یې و نه منله چې افغانستان دې په مسائلو کې بې طرفه پاتې شي.

دم ګړۍ په هند کې دیارلس زره افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي. ولسمشر غني ددې ترڅنګ په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت کې د یوې بلې ودانۍ پرانسته هم وکړه

XS
SM
MD
LG