یوه وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ، له هېوادونو وغوښتل چې د هرمز د تنګي د امنیت په تامینولو کې ورسره مرسته وکړي، د اومه تیلو بیه اوس هم په هر بېرل کې له سل ډالرو لوړه ده.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مارچ ۱۵] وویل چې هېوادونه باید خپلې جنګي بیړۍ د تېلو او نورو حیاتو توکو د لېږدونکو کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د هرمز تنګي ته د ګزمې لپاره ولیږي.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل:" زه واقعاً له دغو هېوادونو غواړم چې راشي او د خپل قلمرو کنټرول ترلاسه کړي، ځکه دا يي واقعاً خپل قلمرو دی. دا هغه ځای دی چې دوی ورڅخه خپله انرژي تامینوي."
ولسمشر ټرمپ یوه ورځ مخکې د هرمز د تنګي د امنیت لپاره په خپلې غوښتنې کې د چین، فرانسې، جاپان، سویلي کوریا او برېټانیا نومونه اخیستي و. تردې دمه هېڅ کوم هیواد د ایران د بریدونو په وړاندې د هرمز تنګي د ساتنې لپاره د خپلو جنګي بيړیو د استولو غوښتنه په مستقیم ډول نه ده منلې.
د تیلو بیې د فبرورۍ په ۲۸ مې د ایران د رژیم پرضد د امریکا او اسرائیل د جنګ له پیل راهیسې لوړې شوې دي. د برنټ د اومه تیلو بیې د تیرې دوشنبې په ورځ په هر بېرل کې له ۱۰۵ ډالرو هم یوڅه پورته شوې او د وسټ تکزاس انټرمیډیټ د برنډ د خامو تیلو هر بېرل هم له سلو ډالرو پورته خرڅېده. د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ د یکشنبې په ورځ وویل د تیلو بیې به د " څو نورو هفتو لپاره" لوړې پاتې شي.
د جګړې اقتصادي اغېز، به پدې اونۍ کې د اقتصادي سیاستوالو د بحث عمده موضوع وي.
د سود د کچې په هکله پریکړې د متحده ایالاتو د مرکزي بانک، د اروپا د مرکزي بانک، د انګلستان بانک او د جاپان د بانک له خو نیول کیږي.
د تېلو سوداګر او د بازار شنونکي وايي، یو له هغو عواملو څخه چې د خامو تېلو د بیو د لا زیات لوړوالي مخه یې نیولې ده دا ادعا ده چې د جګړې له پیل څخه مخکې د تېلو بازار د زیاتې عرضې سره مخ و. د برېنټ خامو تېلو معاملې د جګړې له پیل راهیسې له ۴۲ سلنې څخه ډېرې لوړې شوې دي.
فورم \ دبحث خونه